ولې د دولتي او ګوندي رسنیو خبرونه معتبر نه دي؟

Published On: June 15, 2023Categories: Uncategorized @ps

ملي ټلویزیون پر خپله ټویټر پاڼه خبر ورکړی چې د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د کرېکټ بورډ له رییس میرویس اشرف او د کرېکټ بورډ د اجرايي چارو له رییس سره کتلي دي.
په دغه لنډ خبر کې راغلي چې مولوي یعقوب له کرېکټ بورډ سره د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.


ريښتیا ارزول:
مولوي یعقوب سه شنبې د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه د ټلویزیوني خپرونې د ثبتولو لپاره د طلوع نیوز دفتر ته تللی و او په تصادفي توګه یې د طلوع نیوز په دفتر کې د کرېکټ بورډ مسوولین لیدلي دي.
د طلوع نیوز د خپرونو برابروونکی وايي، د کرېکټ بورډ رییس د یوې جلا خپرونې د ثبت لپاره طلوع نیوز ته راغلی و او د مولوي محمد یعقوب او کرېکټ بورډ د مسوولینو ترمنځ د کتنې او خبرو هېڅ پروګرام له وړاندې نه و برابر شوی؛ خو ملي ټلویزیون له همدې عکس څخه یو خبر جوړ کړی او داسې یې ښودلې چې دا یوه رسمي لیدنه وه.
په دولتي او ګوندي رسنیو کې ډېری خبرونه تبلیغاتي اړخ لري او پېښې په هغه ډول نه دي چې په خبرونو کې راځي.

  •   افغانستان اینترنشنال روز شنبه در خبری گفته است که وزارت داخله طالبان بر نامه‌نگاری رسمی به زبان فارسی محدودیت وضع کرده است. این شبکه ادعا میکند به سندی دست یافته است که در آن، [...]

  •   تلویزیون آمو روز پنجشنبه در باره نشست فعالان افغانستان در استانبول - مجموعه منطقه‌یی افغانستان- اطلاعات نادرستی را پخش کرده است. غربال چلوصاف نشان می‌دهد که این خبر پر از اطلاعات نادرست است.   [...]

  •   روز چهارشنبه بی بی سی فارسی خبر داد: « دونالد ترامپ با امضای فرمانی اجرایی ورود شهروندان افغانستان، ایران، یمن، لیبی، سودان، سومالی، گینه استوایی، چاد،‌ کنگو، برمه، اریتره و هائیتی را به آمریکا [...]