آیا په ریښتیا د طالبانو په زندانونو کې شکنجه او وهل ټکول شته؟
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه د طالبانو د پوځي مرستیال له قوله وايي، چې د هېواد په زندانونو کې هېڅ ډول شکنجه او وهل ټکول نشته.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پوځي مرستیال حبیبالله بدر له روزنیز مرکز څخه د افسرانو د فراغت پر مهال ادعا کړې، چې د ټول افغانستان په زندانونو کې د شکنجې او وهلو ټکولو هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.
دغه طالب چارواکی وايي، چې ان رواني شکنجه هم نشته.
ریښتیا ارزول
دا ادعا د معتبرو بنسټونو له خوا له مستندو راپورونو سره په ټکر کې ده او د دغه طالب چارواکي ادعاوې ناسمې او ګمراه کوونکې دي.
د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته، د طالبانو په زندانونو کې څو ځله د معتبرو رسنیو او بنسټونو له دې جملې د ملګرو ملتونو، پر بشري حقونو د څار بنسټ او د بښنې نړیوال سازمان له خوا د شکجې راپورونه ورکړل شوي دي.
له شکنجې اخوا، په دغو زندانونو کې د وهلو ټکولو له امله د بندیانو د مړینې په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.
د هغو راپورونو له مخې چې په دې اړه خپاره شوي، د محمد ابراهیم جهادیار مړینه یوه له ګڼو پېښو څخه ده چې بندي د طالبانو تر شکنجې لاندې مړ شوی دی.
د هغو ښځو تورونه چې د طالبانو په زندان کې وې
یو شمېر مېرمنو چې په هېواد کې یې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوله او وروسته د طالبانو له خوا ونیول شوې، له ازادۍ وروسته رسنیو ته د طالبانو په زندانونو کې د روحي او بدني شکنجې او ناوړه چلند کیسې کړې دي.
افغانستان اینترنشنال روز شنبه در خبری گفته است که وزارت داخله طالبان بر نامهنگاری رسمی به زبان فارسی محدودیت وضع کرده است. این شبکه ادعا میکند به سندی دست یافته است که در آن، [...]
تلویزیون آمو روز پنجشنبه در باره نشست فعالان افغانستان در استانبول - مجموعه منطقهیی افغانستان- اطلاعات نادرستی را پخش کرده است. غربال چلوصاف نشان میدهد که این خبر پر از اطلاعات نادرست است. [...]
روز چهارشنبه بی بی سی فارسی خبر داد: « دونالد ترامپ با امضای فرمانی اجرایی ورود شهروندان افغانستان، ایران، یمن، لیبی، سودان، سومالی، گینه استوایی، چاد، کنگو، برمه، اریتره و هائیتی را به آمریکا [...]

