آیا په ریښتیا د طالبانو په زندانونو کې شکنجه او وهل ټکول شته؟

خپور شوی: June 25, 2023Categories: Uncategorized @ps

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه د طالبانو د پوځي مرستیال له قوله وايي، چې د هېواد په زندانونو کې هېڅ ډول شکنجه او وهل ټکول نشته.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پوځي مرستیال حبیب‌الله بدر له روزنیز مرکز څخه د افسرانو د فراغت پر مهال ادعا کړې، چې د ټول افغانستان په زندانونو کې د شکنجې او وهلو ټکولو هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.
دغه طالب چارواکی وايي، چې ان رواني شکنجه هم نشته.
ریښتیا ارزول
دا ادعا د معتبرو بنسټونو له خوا له مستندو راپورونو سره په ټکر کې ده او د دغه طالب چارواکي ادعاوې ناسمې او ګمراه‌ کوونکې دي.
د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته، د طالبانو په زندانونو کې څو ځله د معتبرو رسنیو او بنسټونو له دې جملې د ملګرو ملتونو، پر بشري حقونو د څار بنسټ او د بښنې نړیوال سازمان له خوا د شکجې راپورونه ورکړل شوي دي.
له شکنجې اخوا، په دغو زندانونو کې د وهلو ټکولو له امله د بندیانو د مړینې په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.
د هغو راپورونو له مخې چې په دې اړه خپاره شوي، د محمد ابراهیم جهادیار مړینه یوه له ګڼو پېښو څخه ده چې بندي د طالبانو تر شکنجې لاندې مړ شوی دی.

د هغو ښځو تورونه چې د طالبانو په زندان کې وې
یو شمېر مېرمنو چې په هېواد کې یې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوله او وروسته د طالبانو له خوا ونیول شوې، له ازادۍ وروسته رسنیو ته د طالبانو په زندانونو کې د روحي او بدني شکنجې او ناوړه چلند کیسې کړې دي.