د ښځو د زده‌کړو د مخالفانو له‌خوا د ښځو حقونو د خوندیتوب ادعا

Published On: June 27, 2023Categories: Uncategorized @ps

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست ویلي چې د ښځو حقونو ته دې پاملرنه وشي او باید چا ته اجازه ورنه‌کړل شي چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.

ریښتیا ارزول
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي د ښځو او نجونو له زده‌کړو سره یوه پېژندل شوې مخالفه څېره ده.
دغه طالب چارواکي د نجونو پرمخ د ښوونځیو – منځنۍ دورو او لېسو – او پوهنتونونو له تړلو دفاع کړې او ویلي یې دي چې د علم زده‌کړه د ښځو لپاره مباح ده نه فرض.
د اسلام پیغمبر پر ښځو او نارینه‌وو د علم زده کول فرض ګرځولي دي؛ خو کوم تفسیر چې شیخ خالد کړی له هغو تفسیرونو سره په ټکر کې دی چې تر اوسه د اسلام د پيغمبر له خبرو شوي دي.
د ښځو حقونو ته د پاملرنې په اړه د دغه طالب چارواکي تازه څرګندونې د ده له چلند سره ډېر توپیر لري، له همدې امله دا ادعا ناسمه ده.

شا لید
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د ښځو حقونه په ټولو برخو کې محدود او ترې اخیستل شوي دي.
د طالبانو په بیا راتګ سره د منځنۍ دورو ښوونځیو او لېسو دروازې د نجونو پرمخ وتړل شوې.
د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د لیندۍ میاشتې پر ۲۹ امر وکړ چې د پوهنتونونو دروازې دې هم د ښځو او نجونو پرمخ وتړل شي.
په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو له بندیز څخه څو ورځې وروسته د طالبانو اقتصاد وزارت د مرغومي میاشتې پر لومړۍ نېټه امر وکړ چې ښځې په نادولتي بنسټونو کې کار نه شي کولای.

د رسنیو مسوولیت
یو شمېر رسنیو له دې جملې طلوع نیوز پرته له دې چې دا ادعا وارزوي، په یوه اړخیزه توګه یې خپره کړې او دا کار ګمراه کوونکی کېدای شي.

  •   افغانستان اینترنشنال روز شنبه در خبری گفته است که وزارت داخله طالبان بر نامه‌نگاری رسمی به زبان فارسی محدودیت وضع کرده است. این شبکه ادعا میکند به سندی دست یافته است که در آن، [...]

  •   تلویزیون آمو روز پنجشنبه در باره نشست فعالان افغانستان در استانبول - مجموعه منطقه‌یی افغانستان- اطلاعات نادرستی را پخش کرده است. غربال چلوصاف نشان می‌دهد که این خبر پر از اطلاعات نادرست است.   [...]

  •   روز چهارشنبه بی بی سی فارسی خبر داد: « دونالد ترامپ با امضای فرمانی اجرایی ورود شهروندان افغانستان، ایران، یمن، لیبی، سودان، سومالی، گینه استوایی، چاد،‌ کنگو، برمه، اریتره و هائیتی را به آمریکا [...]