څه ډول یو خبر تحریفېږي؟
یو شمېر طالب چارواکو په تېره بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د القاعدې ډلې د حضور نه لرلو او له امریکا سره د طالبانو مرسته تحریف کړې او دا څرګندونې یې په خپله خوښه ژباړلې او خپرې کړې دي.
د جوبایډن څرګندونې
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن ویلي: «په یاد راوړئ چې د افغانستان په اړه مې څه ویلي وو؟ ومې ویل القاعده به هلته نه وي. ومې ویل چې هلته به نه وي. ومې ویل طالبان به له موږ سره مرسته وکړي. اوس څه کېږي؟ څه روان دي؟ د خپلو رسنیوـ خبرونه ولولئ. ما سم ویل!»
د بایډن د څرګندونو تحریف
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه د جوبایډن څرګندونې تحریف کړې او القاعدې او له امریکا سره د طالبانو مرستې ته یې اشاره نه ده کړې: «موږ د وسله والو ډلو د نه شتون په اړه د امریکا د ولسمشر څرګندونې، د واقعیت درک کول بولو او دا خبرې د ملګروملتونو د امنیت شورا د څارنې او ارزونې ډلې وروستی راپور چې ویلي یې دي په افغانستان کې شل ډلې حضور او فعالیت لري، ردوي.»
باختر خبري آژانس هم ویلي: «د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له الجزیرې سره په مرکه کې په افغانستان کې د جنګي ډلو نه شتون په هکله د جوبایډن د وروستیو څرګندونو په اړه ویلي: دا داسې واقعیت دی چې د امریکا لهخوا درک شوی او همداراز د امنیت شورا وروستی راپور ردوي.»
ريښتیا ارزول
جوبایډن په خپلو خبرو کې دوې موضوع ګانې مطرح کړې، لومړی د القاعدې نه شتون او دوهم له امریکا سره د طالبانو مرسته، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نه د القاعدې نوم اخیستی او نه یې د امریکا له متحده ایالتونو سره د طالبانو د مرستې یادونه کړې، له همدې امله دا کار هم د جوبایډن د څرګندونو تحریفول دي او هم په افغانستان کې د وسله والو او ترهګرو ډلو له حضور او فعالیت څخه سترګې پټول.
د ملګروملتونو د امنیت شورا د څارنې او ارزونې ډلې د تازه راپور پربنسټ په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیت په اړه اندېښنې پرخپل ځای دی.
ددغه راپور له مخې، په افغانستان کې ترهګرې ډلې حضور او فعالیت لري؛ یو شمېر دا ډلې لکه القاعده، د پاکستاني طالبانو تحریک، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د انصارالله جمعیت له طالبانو سره اړیکې لري او دا ډلې هم د افغانستان او هم د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لپاره ګواښ ګڼل کېږي.
د داعش خراسان څانګه چې په افغانستان کې یې حضور او فعالیت اندېښنې زیاتې کړې، د طالبانو اصلي سیاله ډله ګڼل کېږي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

