د یوې ښځینه سندرغاړې د مړینې خبر خپرېدل چې ژوندۍ ده

Published On: July 17, 2023Categories: Uncategorized @ps, د حقیقت معاینه

اطلاعات روز، آمو ټلویزیون او څو نورو رسنیو د ناپېژاندو کسانو له‌خوا د افغانې سندرغاړې حسیبا نورې د وژلو خبر خپور کړ.
دغو رسنیو په خپل خبر کې لیکلي چې سرچینو دا خبر تایید کړی او د پېښې ځای یې د پاکستان خیبرپښتونخوا لیکلی دی.
آمو ټلویزیون لیکلي چې پاکستاني پولیسو په دې هکله خپلې څېړنې پیل کړې دي.
ریښتیا ارزول:
حسیبا نوري د دغه خبر له خپرېدو یوه ورځ وروسته له چلوصاف سره په خبرو کې پر رسنیو او هغو کسانو چې دا خبر یې خپور کړی سخته نیوکه وکړه.
حسیبا نورې په دې خبرو کې زیاته کړه: «چا چې دا ناسم خبر خپور کړی باید ځواب ووايي.»
اغلې نوري وايي چې په یوه ترافیکي پېښه کې یې سر او پوزه ټپي شوه او د پټۍ اېښودولو لپاره یوه روغتیايي مرکز ته ولېږدول شوه او کله یې چې سر پانسمان شوی و، ملګرو یې انځور ترې واخیست او دا انځور په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو.
دغه افغان سندرغاړې په یوه ویډیو کې د دې ناسم خبر پر خپرولو نیوکه کوي او وايي، چا چې دا خبر خپور کړی باید یې له خپرولو مخکې خپل معلومات دقیق کړي واي.

د رسنیو ځان سپینول
اطلاعات روز ورځپاڼې د حسیبا نوري د وژل کېدو خبر له خپلې انټرنيټ‌پاڼې لیرې کړ او د نوموړې د مړینې د ردولو خبر یې خپور کړ.
د دغه خبر د ناسم‌والي په روښانه کولو کې، پاکستانیو خبریالانو په تېره بیا افتخار فردوس رول درلود.

  •   افغانستان اینترنشنال روز شنبه در خبری گفته است که وزارت داخله طالبان بر نامه‌نگاری رسمی به زبان فارسی محدودیت وضع کرده است. این شبکه ادعا میکند به سندی دست یافته است که در آن، [...]

  •   تلویزیون آمو روز پنجشنبه در باره نشست فعالان افغانستان در استانبول - مجموعه منطقه‌یی افغانستان- اطلاعات نادرستی را پخش کرده است. غربال چلوصاف نشان می‌دهد که این خبر پر از اطلاعات نادرست است.   [...]

  •   روز چهارشنبه بی بی سی فارسی خبر داد: « دونالد ترامپ با امضای فرمانی اجرایی ورود شهروندان افغانستان، ایران، یمن، لیبی، سودان، سومالی، گینه استوایی، چاد،‌ کنگو، برمه، اریتره و هائیتی را به آمریکا [...]