د زنداني خبریالانو په اړه د یوناما ګمراه‌کوونکي معلومات او د آمو ټلویزیون چوپتیا

Published On: July 20, 2023Categories: Uncategorized @ps, د حقیقت معاینه

په افغانستان کې د ملګروملتونو استازولۍ، په مې او جون میاشتو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور خپور کړی چې ددغه راپور معلومات لږ ترلږه د خبریالانو د نیولو په برخه کې ناسم او ګمراه‌کوونکي دي.

په دې راپور کې یوازې د مرتضی بهبودي نوم لیکل شوی چې د طالبانو په زندان کې دی، په داسې حال کې چې تایید شوي معلومات ښيي د یوناما راپور تر خپرېدو پورې لږ ترلږه درې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو په بند کې وو.

۱. مرتضی بهبودي – د نیولو ورځ د ۱۴۰۱ کال د مرغومي اوولسمه

۲. خلیل بنا – د آمو ټلویزیون تصویر ایډېټر- د نیولو ورځ د ۱۴۰۱ د کب ۲۱مه

۳. نصرت مهدي – د آمو ټلویزیون تصویر اخیستونکی – د نیولو ورځ د کب ۲۱مه

آمو ټلویزیون تراوسه په دې اړه چوپتیا غوره کړې او آن د آمو ټلویزیون مسوولینو هڅه کړې له خپلو دغو دوو کارکوونکو سره خپله کاري رابطه پټه کړي.

له دې سره سره د آمو ټلویزیون یوه مسوول ویلي چې د خلیل بنا او نصرت مهدي د خوشي کولو لپاره چوپې؛ خو پرلپسې هڅې روانې دي.

د آمو ټلویزیون دغه مسوول ویلي چې دا موضوع یې په افغانستان کې د ملګروملتونو له چارواکو سره هم شریکه کړې، که یې ریښتیا هم دا موضوع په افغانستان کې د ملګروملتونو له دفتر سره شریکه کړې وي، د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د نیولو په هکله دا راپور ګمراه‌کوونکی دی. 

خلیل بنا او نصرت مهدي څه ډول ونیول شول؟

خلیل بنا او نصرت مهدي د تېر کال د کب په ۲۱مه په کابل کې د جګړې او سولې انستیتوت له دفتره ونیول شول، یوې سرچینې چلوصاف ته وویل چې په دې ورځ طالبانو د جګړې او سولې انستیتوت شپږ کارکوونکي هم نیولي دي.

سرچینو ویلي طالبانو د دغو اتو تنو مخونه په تورو کڅوړو پټ کړل او د طالبانو د استخباراتو د ۴۰ ریاست زندان ته یې ولېږدول – وروسته بیا د جګړې او سولې انستیتوت پنځه کارکوونکي خوشي شول؛ خو دوه د آمو ټلویزیون کارکوونکي او یو د جګړې او سولې انستیتوت کارکوونکی تراوسه د طالبانو استخباراتو د ۴۰ ریاست په بند کې دي.

خلیل بنا د تصویر اېډیټر او نصرت مهدي تصویر اخیستونکی و.

د طالبانو په بند کې د اعتراض کوونکو مېرمنو په هکله د مستند لپاره د تصویر او مرکو لېږل د آمو ټلویزیون د دغو دوو کارکوونکو وروستي کارونه وو.

دغه دوه تنه د آمو ټلویزیون له یوټیوب څخه د دې مستند له خپرېدو څلور ورځې وروسته، د جګړې او سولې انستیتوت له دفتره د طالبانو له‌خوا ونیول شول.

د خپلو دوو کارکوونکو په اړه د آمو ټلویزیون ګمراه‌کوونکي معلومات

په داسې حال کې چې د آمو ټلویزیون لپاره د خلیل بنا او نصرت مهدي کارونه روښانه و؛ خو د خبریالانو او له خبریالانو دفاع کوونکو دوو معتبرو سرچینو چې غوښتل یې د آمو ټلویزیون د دغو دوو کارکوونکو په اړه راپور جوړ او عدالت غوښتنه وکړي، چلوصاف ته وویل چې د آمو ټلویزیون یوه مسوول دوی ته ویلي چې خلیل بنا او نصرت مهدي د جګړې او سولې انستیتوت کارکوونکي وو نه د دغه ټلویزیون کارکوونکي.

ددغه ټلویزیون یوه مسوول تایید کړې چې دواړه د آمو ټلویزیون کارکوونکي وو او د جګړې او سولې انستیتوت له دفتره یې نیمه ورځ له دغه ټلویزیون سره کار کاوه، په آمو ټلویزیون کې همدې سرچینې آمو ته وویل چې د آمو او جګړې او سولې انستیتوت ترمنځ هېڅ رابطه نشته او یوازې د دې انستیتوت له دفتره په کابل کې د آمو ټلویزیون د کارونو لپاره کار اخیستل کېده.

هغه سندونه چې چلوصاف لیدلي، ښيي چې د جګړې او سولې انستیتوت او آمو ټلویزیون د کارکوونکو ترمنځ رسمي قرارداد کې د آمو ټلویزیون د بشري منابعو د برخې مسوول لاسلیک کړی دی.

د چلوصاف معلومات ښيي چې د آمو ټلویزیون یو شمېر کارکوونکي د جګړې او سولې له انستیتوت سره کاري قرارداد لري؛ خو له آمو ټلویزیون سره یې کار کاوه او له همدې ټلویزیون څخه یې معاش اخیست.

په آمو ټلویزیون کې سرچینو د دغه کار لامل کابل کې د دې ټلویزیون د کاري جواز نشتون بللی دی.

د لومړي ځل لپاره د آمو ټلویزیون د خبر برخې مخکینۍ مدیرې انیسې شهید د چنګاښ میاشتې په ۱۱ نېټه پر خپله ټویټرپاڼه د خپلو مخکینیو همکارانو خلیل بنا او نصرت مهدي د نیول کېدو په تایید د عدالت غوښتنه وکړه.

هشت صبح ورځپاڼې هم د چنګاښ په ۲۰ نېټه په یوه راپور کې د خلیل بنا او نصرت مهدي زنداني کېدو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې هغوی د آمو ټلویزیون کارکوونکي وو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د چنګاښ په ۲۷ نېټه پرته له دې چې د آمو ټلویزیون د دغو دوو کارکوونکو نوم واخلي، د هغوی نیول کېدل تایید کړي او دوی یې خبریالان معرفي کړي دي.

د رسنیو چوپتیا

د آمو ټلویزیون یو مسوول چې د دې موضوع د رسنیز کېدو مخالف دی، ویلي چې د مطیع الله ویسا لپاره عدالت غوښتنې او د رسنیو راپورونو برعکس پایله لرلې او د هغه آزادي یې ځنډولې ده، له همدې امله نه غواړي د راپور په خپرولو او عدالت غوښتنې سره د دغو دوو تنو خوشي کېدل وځنډول شي؛ خو د آمو ټلویزیون دا دوه کارکوونکي د مطیع الله ویسا له نیولو وړاندې زنداني شوي وو او مخکې له دې چې د مطیع الله ویسا لپاره عدالت غوښتنه بې‌ګټې ثابته شي، آمو ټلویزیون د هغوی لپاره د عدالت غوښتنه ونه‌کړه.

د خلیل بنا پلار عبیدالله عزیزي چې له څو اونیو – د ده په خپله وینا څه د پاسه دوې میاشتې – وروسته بریالی شو خپل زوی په زندان کې وویني، چلوصاف ته وايي چې د آمو ټلویزیون له اداري برخې ورته ویل شوي چې دا موضوع رسنیزه نه کړي او تل ورته ویل شوي چې زوی به یې ډېر ژر خوشی شي.

د اطلاعاتروز چوپتیا

د آمو ټلویزیون تصویراخیستونکی نصرت مهدي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د کار مخینه لري، د معلوماتو له مخې نصرت د هغو کسانو په نوملړ کې و، چې باید له افغانستانه وتلی وای؛ خو افغانستان کې پاتې شو او وروسته یې له آمو ټلویزیون سره کار پيل کړ.

اطلاعات روز ورځپاڼه د نصرت مهدي د نیولو په اړه خبر لري، ظاهراً د دې خبر د خپرولو لامل د نصرت مهدي د کورنۍ مخالفت بولي.

آیا اطلاعات روز ورځپاڼه د خپلو ټولو راپورونو په خپرولو کې همدا معیار رعایتوي؟

اطلاعات روز ورځپاڼې د نورو خبریالانو د نیولو په اړه راپور ورکړی، لکه څنګه چې د چنګاښ په ۲۷ نېټه یې د افغانستان د خبریالانو مرکز له خبرپاڼې د عرفان الله بیدار له نیولو خبر جوړ کړ. په همدې خبر کې یې لیکلي چې اوسمهال درې خبریالان د طالبانو په بند کې دي.

د دې چوپتیا پایلې

د خلیل بنا او نصرت مهدي دندې آمو ټلویزیون ته د خبرونو رسوول او د تصویرونو لېږل وو او د دغه ټلویزیون لپاره د کار پرمهال د جګړې او سولې انستیتوت له دفتره د طالبانو له خوا ونیول شول.

د یوناما په راپور کې د آمو ټلویزیون د دې دوو کارکوونکو نوم نشته او د بشري حقونو بنسټونو په راپور کې هم په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د بشري حقونو د یوه نړیوال بنسټ مسوول چلوصاف ته وايي چې آمو ټلویزیون تر اوسه د خپلو کارکوونکو نیول کېدل له دغه بنسټ سره نه دي شریک کړي.

د دې بنسټ مسوول وايي، چې د دې پېښې رسنیز کېدل کولای شي د پراخې عدالت غوښتنې زمینه برابره کړي؛ خو که دا موضوع پټه پاتې شي، کولای شي ناوړه پایلې ولري او د هغوی د زندان موده لا اوږده شي.

  •   افغانستان اینترنشنال روز شنبه در خبری گفته است که وزارت داخله طالبان بر نامه‌نگاری رسمی به زبان فارسی محدودیت وضع کرده است. این شبکه ادعا میکند به سندی دست یافته است که در آن، [...]

  •   تلویزیون آمو روز پنجشنبه در باره نشست فعالان افغانستان در استانبول - مجموعه منطقه‌یی افغانستان- اطلاعات نادرستی را پخش کرده است. غربال چلوصاف نشان می‌دهد که این خبر پر از اطلاعات نادرست است.   [...]

  •   روز چهارشنبه بی بی سی فارسی خبر داد: « دونالد ترامپ با امضای فرمانی اجرایی ورود شهروندان افغانستان، ایران، یمن، لیبی، سودان، سومالی، گینه استوایی، چاد،‌ کنگو، برمه، اریتره و هائیتی را به آمریکا [...]