ناسمه پته

خپور شوی: August 5, 2023Categories: Uncategorized @ps, د حقیقت معاینه

ایران انټرنشنل: «د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې اعلان وکړ، چې له طالبانو سره لیدنه د دې ډلې عادي کول دي او د افغانستان خلک له طالبانو سره د امریکا د تعامل غوښتونکي نه دي.»

ریښتیا ارزول:
د متحده ایالاتو کانګرس دوې جرګې لري؛ د استازو جرګه او د سنا جرګه.
د امریکا د سنا جرګې په دې اړه هېڅ ډول اعلامیه نه ده خپره کړې.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې رییس مک کال په قطر کې د دغه هېواد د استازو او طالبانو ترمنځ له لیدنې وروسته، د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ پر لیدنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول ناستې نه یوازې له افغان نجونو او مېرمنو سره مرسته نه کوي بلکې د طالبانو [واکمني] هم عادي کوي.