د افغانستان د خبرونو اصلي سرچینې
په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د رسنیو فعالیتونه محدود شوي دي، آن په ځینو حالاتو کې دا رسنۍ له سانسور سره مخ دي؛ خو له دغو فشارونو سره سره په افغانستان کې آزادو رسنیو مقاومت کړی او په اوسني وخت کې د افغانستان د خبرونو په برخه کې په اصلي سرچینو بدلې شوې دي.
چلوصاف په ځلونو له داسې خبرونو سره مخ شوی چې له کورنیو رسنیو یې بېلکې اخیستې او آن کاپي کړي یې دي؛ خو هغه رسنۍ چې په بهر کې فعالیت لري، له هغو رسنیو چې معلومات او تصویرونه اخلي، نومونه یې نه یادوي.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان انټرنشنل، آمو ټلویزیون او اطلاعات روز په شان رسنیو، د خبرونو په لیکلو او تصویري بستو کې، د کورنیو رسنیو له معلوماتو او تصویرونو – آن ملي ټلویزیون څخه چې د طالبانو لهخوا اداره کېږي – کار اخیستی دی.
خبرونه او تصویرونه د هغو رسنیو اړوند دي چې هره ورځ یې خپروي، که یوه رسنۍ د بلې رسنۍ خبرونه کاپي او یا یې بېلګه ترې اخلي او یا یې ځینې تصویرونه خپاره کړي، په اصولو کې باید له دې رسنۍ سره همغږي وکړي او اجازه واخلي او یا لږترلږه په خبر کې د رسنۍ نوم یاد کړي چې ددغه خبر سرچینه او یا تصویر د کومې رسنۍ دی؛ خو هغه رسنۍ چې په بهر کې فعالیت لري، هېڅ بنسټ ته ځواب ویوونکې نه دي او د دې لپاره چې په افغانستان کې خپل شتون وښيي په آزاده توګه د کورنیو رسنیو له خبرونو او پروګرامونو ګټه اخلي او په پرلپسې ډول د هغوي تصویرونه خپروي.
ډېری رسنۍ د خبري رسنیو په توګه فعالیت کوي، خو په افغانستان کې خبریال نه لري او د کورنیو رسنیو له خبرونو او پروګرامونو کاپي کوي – هغه هم په خپله خوښه.
اوسمهال هغه رسنۍ چې له هېواده بهر فعالیت کوي د ځینو خبرونو په اړه د ځواب نه ویلو له امله له محدودیت سره مخ دي او اجازه نه لري چې په افغانستان کې فعالیت وکړي، له همدې امله دا رسنۍ په افغانستان کې خبریال نه لري او که له دغو رسنیو سره کوم خبریال همکاري وکړي د طالبانو له خوا نیول کېږي.
په وروستیو میاشتو کې د دا ډول نیونو بېلګې وې – ډېری نیول شوي کسان د آمو ټلوېزیون او اطلاعات روز ورځپاڼې همکاران وو.
پایله
په افغانستان کې آزادې رسنۍ له ګڼو محدودیتونو او ستونزو سره مخ دي؛ خو دا رسنۍ مهم او ارزښتناک کارونه کوي.
دا رسنۍ د فشار او محدودیتونو په شتون او په داسې حال کې چې افغانستان کې خبریال او سرچینې نه لري په ډېری مسایلو او پېښو کې لومړی لاس معلومات خپروي.
د کورنیو رسنیو له خبرونو بېلګه اخیستل او کاپي کول د هغو رسنیو له خوا چې په بهر کې فعالیت کوي یو غیراصولي کار او همداراز د خبریال حق تر پښو لاندې کول دي چې له ټولو محدودیتونو سره سره یې خبر جوړ کړی او هغه خبر د یوه بل خبریال په نوم له بلې رسنۍ خپرېږي.
د کره معلوماتو له مخې چې چلوصاف ته رسېدلي، یو شمېر افغان خبریالان د نورو رسنیو له خوا د دوی د تصویرونو له خپرېدو وروسته د طالبانو له خوا نیول شوي او له پلټنو وروسته بېرته خوشي شوي دي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

