په راپور ورکولو کې ناسم معلومات
اطلاعات روز ورځپاڼې او افغانستان انټرنشنل ټلویزیون د ولسي جرګې د مخکیني رییس او د هغه پر زوی د امریکا د مالیې وزارت د بندیزونو په هکله راپور برابر کړی چې ددغه راپور ځینې برخې ناسمې دي.
دواړو رسنیو د امنیتي ځواکونو د سونتوکو قرارداد د ترلاسه کولو په اړه ناسم معلومات ورکړي دي.
په دې راپور کې اطلاعات روز ورځپاڼې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د سونتوکو قرارداد په اړه لیکلي: «په ۲۰۱۴ کال کې د رحمانيخېلو په ګډون د سونتوکو په تجارت کې څو کورنۍ د امریکا متحده ایالتونو له بودیجې سره جوړجاړی کړی او هغه یې ۲۰۰ میلیون ډالره زیاته کړې او سیالان یې له دې لارې حذف کړل.»
افغانستان انټرنشنل هم همدا برخه دا ډول لیکلې ده: «په ۲۰۱۴ کال کې د رحمانيخېلو په ګډون څو کورنۍ چې د سونتوکو په سوداګرۍ کې یې فعالیت درلود، له یو بل سره یو لاس شول او د سونتوکو بیه یې څه د پاسه ۲۰۰ میلیون ډالرو ته لوړه کړه. دوی د امریکا په قراردادي داوطلبۍ کې د آزادې سیالۍ مخنیوی کړی و.»
د هغو شرکتونو د معلوماتو په برخه کې چې تحریم شوي، افغانستان انټرنشنل د بلغارستان پر ځای بلجیم لیکلی دی.
ریښتیا ارزول
په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې اجمل رحماني د امنیتي ځواکونو د سونتوکو تړون د نورو داوطلبانو د وړاندیز په پرتله ۲۰۰ میلیون ډالره لوړ ترلاسه کړ.
توضېح
د داوطلبۍ په بهیر کې هر شرکت چې د توکو د برابرولو لپاره په ارزانه بیه وړاندیز ورکړي، د تړون په ترلاسه کولو بریالی کېږي؛ خو په دې قرارداد کې د اجمل رحماني اړوندو شرکتونو د مخکیني دولت د چارواکو په ملاتړ دا تړون د داوطلبو شرکتونو له وړاندیز څخه ۲۰۰ میلیون ډالره لوړ ترلاسه کړ.
چلوصاف ته معتبرې سرچینې وايي چې اجمل رحماني د امنیتي ځواکونو د سونتوکو تړون په داوطلبۍ کې ترلاسه نه کړ، بلکې په یوه جلا او له تازه شرکتونو سره له داوطلبۍ پرته بهیر کې یې ترلاسه کړ، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکي دفتر (سیګار) په دې هکله تحقیق او پلټنې کړې، خو د سیګار د دې راپور جزییات ـ چې جلا کیسه لري ـ تراوسه نه دي په ډاګه شوي.
افغانستان اینترنشنال روز شنبه در خبری گفته است که وزارت داخله طالبان بر نامهنگاری رسمی به زبان فارسی محدودیت وضع کرده است. این شبکه ادعا میکند به سندی دست یافته است که در آن، [...]
تلویزیون آمو روز پنجشنبه در باره نشست فعالان افغانستان در استانبول - مجموعه منطقهیی افغانستان- اطلاعات نادرستی را پخش کرده است. غربال چلوصاف نشان میدهد که این خبر پر از اطلاعات نادرست است. [...]
روز چهارشنبه بی بی سی فارسی خبر داد: « دونالد ترامپ با امضای فرمانی اجرایی ورود شهروندان افغانستان، ایران، یمن، لیبی، سودان، سومالی، گینه استوایی، چاد، کنگو، برمه، اریتره و هائیتی را به آمریکا [...]

