د معلوماتو لوی ښودل
افغانستان انټرنشنل د بېپولې خبریالانو بنسټ د یوه راپور له قوله لیکلي، چې افغانستان ویتنام او روسیه د خبریالانو لپاره ترټولو خطرناک هېوادونه دي.
دغې شبکې د دې راپور له قوله لیکلي: «یاد سازمان په نوي راپور کې لیکلي، طالبانو په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې ۲۱ خبریالان نیولي او اوسمهال درې خبریالان د دې ډلې په زندان کې دي.»
افغانستان انټرنشنل لیکلي: «بېپولې خبریالانو ویلي په افغانستان، ویتنام او روسیه کې خپلواکه خبریالي له ماتې سره مخ شوې او پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته خبریالان ځورول شوي دي.»
ریښتیا ارزول:
بېپولې خبریالانو په دې راپور کې په افغانستان، ویتنام او روسیه کې د آزادې خبریالۍ د ماتې او له منځه تلو په اړه لیکلي؛ خو د بېپولې خبریالانو په راپور کې د خبریالانو لپاره د ترټولو خطرناک هېواد ادعا نه تر سترګو کېږي.
افغانستان انټرنشنل په دې نوملړ کې د افغانستان د یادولو لامل د طالبانو له خوا د خبریالانو نیول کېدل بولي؛ خو د بېپولې خبریالانو د راپور پر بنسټ چین، برما، بلاروس او ویتنام هغه هېوادونه دي چې د خبریالانو د نیول کېدو ترټولو ډېرې پېښې پکې شوې دي.
په معلوماتو کې تناقص:
افغانستان انټرنشنل په دې راپور کې د چین په اړه هم لیکلي، چې د زنداني خبریالانو ترټولو زیات شمېر لري؛ د اسراییلو او په فلسطین کې یې هم د خبریالانو د نیولو په اړه لیکلي؛ خو چین او اسراییل د انټرنشنل د راپور په سر کرښو کې نشته او یوازې افغانستان برجسته شوی.
بېپولې خبریالانو د هغو خبریالانو شمېر چې سعودي عربستان کې نیول شوي ۲۴ بللی، خو دغې شبکې د سعودي عربستان نوم هم نه دی اخیستی.
د چلوصاف یاددښت:
افغانستان کې د رسنیو پر کار په شته محدودیتونو سترګې نه پټېږي؛ خو د بېپولې خبریالانو بنسټ د افغانستان نوم په سر کې نه دی راوستی، افغانستان انټرنشنل په دې راپور کې د افغانستان په تړاو معلومات لوی ښودلي او ناسم دي.
چلوصاف د هېچا پر ضد او ترڅنګ نه دی، یوازې کره معلومات خپروي.
افغانستان اینترنشنال روز شنبه در خبری گفته است که وزارت داخله طالبان بر نامهنگاری رسمی به زبان فارسی محدودیت وضع کرده است. این شبکه ادعا میکند به سندی دست یافته است که در آن، [...]
تلویزیون آمو روز پنجشنبه در باره نشست فعالان افغانستان در استانبول - مجموعه منطقهیی افغانستان- اطلاعات نادرستی را پخش کرده است. غربال چلوصاف نشان میدهد که این خبر پر از اطلاعات نادرست است. [...]
روز چهارشنبه بی بی سی فارسی خبر داد: « دونالد ترامپ با امضای فرمانی اجرایی ورود شهروندان افغانستان، ایران، یمن، لیبی، سودان، سومالی، گینه استوایی، چاد، کنگو، برمه، اریتره و هائیتی را به آمریکا [...]

