د رسنیو ګمراه کوونکې کلیمې او نیمګړی راپور ورکول

Published On: January 7, 2024Categories: د حقیقت معاینه

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت کارکوونکو په وروستیو ورځو کې یو شمېر نجونې او ښځې – د هغه څه له امله چې د «حجاب» نه رعایتول او د دوی د جامو څرنګوالی بلل شوی – نیولې دي.
دې کړنې ځینې اندېښنې راپارولې دي، په دې لړ کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي پر خپله ایکس پاڼه پر دې چلند نیوکه کړې او دا کار یې د ښځو له حقونو سرغړونه او د لا زیاتو محدودیتونو لګول بللي دي.
د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي لیکلي، چې طالبانو تایید کړې دا ښځې د «نامناسب حجاب» له امله نیول شوې دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د دغو ښځو پر ژرترژره خوشي کولو ټینګار کړی؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې دا ښځې له خپلو کورنیو سره امنیتي حوزو ته لېږدول شوې او له څو ساعتونو وروسته په ضمانت او ژمنې اخیستو سره بېرته خوشي شوې.
«بدحجابي» د ایران اسلامي جمهوریت له خوا رامنځته شوې کلیمه
د «بدحجابۍ» کلیمه د ایران اسلامي جمهوریت د اخلاقي پولیسو له خوا د دې هېواد د ځوانانو د ځپلو لپاره کارول کېږي. ایران کې بدحجابي نه یوازې د جامو اغوستلو پروړاندې بلکې د داسې کړنو او کارونو پروړاندې چې د دې هېواد د نظام له خوا د شریعت مخالف بلل شوي، کارول کېږي.
د بي‌بي‌سي فارسي برخې او افغانستان انټرنشنل د بدحجابۍ کلیمه کارولې ده.
افغانستان انټرنشنل لیکلي: «در پی بازداشت شماری از دختران در کابل به اتهام بدحجابی…»
د بي‌بي‌سي لیکنه بیا داسې ده: ««بازداشت شماری از دختران و زنان در روزهای اخیر در کابل به خاطر «بدحجابی.»
رسنیو او هغو کسانو چې د بدحجابۍ کلیمه یې کارولې د ایران اسلامي جمهوریت له رسنیو یې تقلید کړی، په داسې حال کې چې طالبان دا ډول کلیمه نه کاروي، د «بدحجابۍ» کلیمې کارول ناسم، ګمراه کوونکي او توپیري دي.
له ښځو سره د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر کارکوونکو چلند
د طالبانو له منځه کره سرچینې چلوصاف ته وايي چې په کابل ښار کې ۱۰ تر ۱۵ نجونې د داسې جامو اغوستو له امله چې د طالبانو له خوا د اسلامي حجاب او افغاني کلتور خلاف بلل شوې، ونیول شوې او د کورنیو له‌خوا یې د ژمنې او ضمانت له اخیستو وروسته بېرته خوشي شوې دي.
د جامو د ډول او څرنګوالي له امله د طالبانو د امربالمعروف کارکوونکو له‌خوا د ښځو نیول تازه او د اندېښنې وړ ده.
په همدې حال کې څو تنو شاهدانو چلوصاف ته راپور ورکړی، چې دوی په کابل ښار کې له ښځو سره د طالبانو د امربالمعروف د ناوړه چلند شاهدان وو.
یو له دغو شاهدانو وايي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر کارکوونکي یوه ښځه د خلکو په مخکې د څېرې نه پټولو له امله په څپېړه ووهله.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت له خوا د ناسم چلند په اړه څو ځله راپور ورکړل شوی.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر خالد حنفي د نجونو ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو ملاتړی دی.
مخکې د امریکا د مالیې وزارت د ښځو له حقونو د سړغړونې له امله د خالد حنفي نوم د دې وزارت د بندیزونو په نوملړ کې راوستی دی.

  •   افغانستان اینترنشنال روز شنبه در خبری گفته است که وزارت داخله طالبان بر نامه‌نگاری رسمی به زبان فارسی محدودیت وضع کرده است. این شبکه ادعا میکند به سندی دست یافته است که در آن، [...]

  •   تلویزیون آمو روز پنجشنبه در باره نشست فعالان افغانستان در استانبول - مجموعه منطقه‌یی افغانستان- اطلاعات نادرستی را پخش کرده است. غربال چلوصاف نشان می‌دهد که این خبر پر از اطلاعات نادرست است.   [...]

  •   روز چهارشنبه بی بی سی فارسی خبر داد: « دونالد ترامپ با امضای فرمانی اجرایی ورود شهروندان افغانستان، ایران، یمن، لیبی، سودان، سومالی، گینه استوایی، چاد،‌ کنگو، برمه، اریتره و هائیتی را به آمریکا [...]