څه ډول یو خبر ګمراه کوونکی کېږي؟
افغانستان انټرنشنل شبکې د طالبانو د امربالمعروف ادارې له خوا د افغان نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښو په خپرولو کې، د «تور» او «بدحجابۍ» له کلیمو کار اخلي، ددغو کلیمو کارول منفي اړخ لري او ګمراهکوونکي دي.
ولې دا کلیمې ګمراه کوونکې دي؟
تور تر ډېره مجرمانه کړنو ته کارول کېږي، البته د جرم له ثابتېدلو مخکې، «بدحجابي» د ایران د اسلامي جمهوریت د ګشت ارشاد لهخوا جوړه شوې کلیمه ده او په همدې پلمه په ایران کې نجونې ځپي. خو په افغانستان کې هغه نجونې چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري نیول شوې له نورو نجونو سره یې توپیر نه درلود او د دوی حجاب هم له نورو نجونو سره دومره توپير نه درلود.
له بلې خوا، د دواړو کلیمو کارول ناسم او ګمراهکوونکي دي.
توضېح
په وروستیو ورځو او اوونیو کې، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو د ناوړه چلند په اړه راپورونه او سندونه خپاره شوي دي.
د نجونو نیول د افغانستان په کلتور کې ناوړه او ناخوښ عمل دی، خو دا اداره نجونې د ټولو په مخکې نیسي.
د طالبانو په لومړۍ دوره کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې نجونې نیولې؛ خو په دې دوره کې دغې ادارې د نجونو نیولو ته مخه کړې چې د ناخوښۍ خبر دی.
افغانستان اینترنشنال روز شنبه در خبری گفته است که وزارت داخله طالبان بر نامهنگاری رسمی به زبان فارسی محدودیت وضع کرده است. این شبکه ادعا میکند به سندی دست یافته است که در آن، [...]
تلویزیون آمو روز پنجشنبه در باره نشست فعالان افغانستان در استانبول - مجموعه منطقهیی افغانستان- اطلاعات نادرستی را پخش کرده است. غربال چلوصاف نشان میدهد که این خبر پر از اطلاعات نادرست است. [...]
روز چهارشنبه بی بی سی فارسی خبر داد: « دونالد ترامپ با امضای فرمانی اجرایی ورود شهروندان افغانستان، ایران، یمن، لیبی، سودان، سومالی، گینه استوایی، چاد، کنگو، برمه، اریتره و هائیتی را به آمریکا [...]

