په خبر رسولو کې درانه تورونه او اغراق
افغانستان انټرنشنل شبکې د جمعې په ورځ یو خبر خپور کړ چې په هغې یې د یوې معترضې مېرمنې ظریفې یعقوبي له قوله چې د طالبانو زندان یې تجربه کړی، لیکلي هغې د داسې ښځو غږ اورېدلی چې نارې یې وهلې جامې یې نه ونه باسي او پرې تېری ونهکړي.
خو آیا ظریفې یعقوبي داسې څه ویلي؟
افغانستان انټرنشنل په یوه راپور کې چې د مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه یې خپور کړی لیکلي د تېري او شکنجې په اړه زړهبوږنونکی شهادت ورکول او په دوام یې لیکلي چې ظریفې یعقوبي له یوې لویې بشري غمیزې پرده پورته کړې ده.
په دې راپور کې د ظریفې یعقوبي له قوله لیکل شوي «د ښځو غږ یې اورېدلی چې په ژړا یې ویل جامې یې نه باسي او تېری پرې ونه کړي.»
خو په دې اړه د ظریفې یعقوبي نظر بل ډول دی.
ظریفې یعقوبي چلوصاف ته وویل چې هغې هېڅکله شاهدي نه ده ورکړې چې د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو تېری شوی دی.
مېرمن یعقوبي ددغې شبکې د راپور ورکولو پر بڼې نیوکه کوي او وايي چې د ښځو بندي کول او د مېرمنو پر خصوصي حریم برید تېری دی؛ خو هغه هېڅکله پر زنداني مېرمنو د جنسي تېري شاهده نه وه او افغانستان انټرنشنل شبکې د نوموړې څرګندونې ناسمې خپرې کړې دي.
افغانستان انټرنشنل شبکې له مېرمن یعقوبي څخه دوې مرکې خبرې کړې چې په هغې کې دا ډول تورونه نه دي مطرح شوي.
ظریفه یعقوبي تېر کال د طالبانو لهخوا ونیول شوه او ۴۱ ورځې یې د طالبانو په بند کې تېرې کړې.
مېرمن یعقوبي وایي چې په دې موده کې د طالبانو لهخوا شکنجه شوه او حمام او روغتیایي خدماتو ته یې لاسرس نه درلود.
ولې د دې خبر ريښتیا ارزول شوي؟
د طالبانو په زندانونو کې د ښځو نیول او شکنجه د بشري حقونو بنسټونو لهخوا غندل شوي دي.
خو ددغه راز نهتایید شویو او له اغراقه ډکو خبرونو خپرېدل، هم د زنداني ښځو او هم د هغو کسانو لپاره چې دغې شبکې ته تصویرونه استوي ناوړه پایلې لري.
ددغه راز خبرونو خپرېدل کولای شي پر بندي ښځو د تېري شک رامنځته او زنداني مېرمنو ته له تېري سره مخ قربانیانو په توګه ولیدل شي؛ له بلېخوا به له هغو کسانو سره د طالبانو چلند لا توند شي چې له افغانستان انټرنشنل شبکې سره په اړیکه کې دي.
BlogsGamble Other Video game inside the $5 Deposit NZ Gambling enterprisesOverview of the lower-Roller Betting AlternativesWhich fee actions are available at the $5 web based casinos?Slot Advice Thus a mixture of one another, in addition [...]
ContentBest Classes to have Grading in the Season 7Rate Farming Generate Tier ChecklistIs this game enjoyable Solamente?Free Release For Diablo 3Class CreatesProfessionals getting bored out of Diablo cuatro’s game play cycle Option ranging from raining [...]
ArticlesOn the internet Dining table & Card games – Black-jack, Roulette, and a lot moreGreatest Canadian Casinos giving a gambling establishment ten Deposit ExtraLocation-Certain Bonuses While the $5 deposit will bring a balanced blend of [...]

