نه دومره خوږ چې له مرۍ دې تېر کړي نه دومره تریخ چې ودې غورځوي
افغانستان انټرنشنل شبکې د ایران د اهل سنتو د ملاامام مولوي عبدالحمید له څرګندونو یو خبر جوړ کړی چې ویلي یې دي د ایران د مرکزي بانک مدیران دې د افغانستان بانک له مدیرانو مشوره واخلي.
د ایران د اهل سنتو دغه دیني عالم د تېرې جمعې په ورځ د ایران د پیسو ارزښت پر کمېدو نیوکه کړې او د خپل هېواد له مدیرانو یې غوښتي چې د ایرانیو پیسو ارزښت د ښه کولو لپاره له طالبانو سره مشوره وکړي.
دا خبر د یوه دیني عالم له څرګندونو جوړ شوی چې کره او تخصصي معلومات نهلري او څرګندونې یې د طنز په توګه او معلومات یې ناسم دي.
د ایران د ټولنیزو شبکو طنزونه
د ایرانیو پیسو د ارزښت د کمښت په اړه د مولوي عبدالحمید همدا څرګندونې په دقیقه توګه د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په وروستیو کې د ایران د ټولنیزو شبکو د فعالانو لهخوا د طنز په ډول مطرح شوې، هغه مهال حاجي محمد ادریس د طالبانو لهخوا د افغانستان بانک سرپرست و، دغو ایرانیو فعالانو د ایران د مرکزي بانک پوهه د حاجي محمد ادریس له پوهې سره پرتله کوله او د ایران د مرکزي بانک له رییس څخه یې غوښتل چې د حللارې د موندلو لپاره، له حاجي محمد ادریس سره مشوره وکړي.
د ایران د مرکزي بانک رییس محمد رضا فرزین د اقتصاد په څانګه کې دوکتورا لري.
په نقل قولولو کې درغلي
د مولوي عبدالحمید هغه نقلقول چې د افغانستان انټرنشنل لهخوا خپور شوی دی: «دا واقعا یو نعمت دی، د داسې هېواد پیسې چې سرچینې او کومه پانګه نهلري ارزښت پيدا کړي او یوه افغانۍ (د افغانستان پيسې) ۸۰۰ ایراني تومان شي؛ په داسې حال کې چې په تېرو وختونو کې ایراني تومان د افغانیو په وړاندې له ډېر ارزښته برخمن و.»
د مولوي عبدالحمید له لاسوهنې پرته نقلقول:
«دا ډېر ارزښت لري، د داسې هېواد پیسې چې شتمني نهلري، پانګه نه لري او سرچینې نه لري او پیسې یې ارزښت پيدا کوي، یوه افغانۍ ۸۰۰ زره تومانه کېږي.
– «۸۰۰ تومان»
– جان
– «۸۰۰ تومان»
۸۰۰ تومانه سم دی ۸۰۰ زره نه، ۸۰۰ تومانه، بخښنه غواړم. او یوه ورځ وه، خو یوه افغانۍ کېږي، ۸۰۰ تومانه، بالاخره، او یوه ورځ وه چې د تومانو ارزښت له افغانیو ډېر لوړ و.»
په خبر رسولو کې تناقض
افغانستان انټرنشنل شبکې د اهل سنتو ددغه دیني عالم له قوله لیکلي: «نن په افغانستان کې د فساد جرړې ایستل شوې او فساد او مالي ناوړه ګټه اخیستل له منځه تللي دي.»
تېره میاشت دغې شبکې د حامد کرزي د مالیې وزیر عمرزاخېلوال له څرګندونو ولیکل چې «د طالبانو په حکومت کې فساد زیات شوی دی.»
دغه شبکه هره ستاینه او تور له ریښتیا ارزولو پرته خپروي او ترې خبر جوړوي، له همدې امله دا ډول خبرونه یوه ادعا بللی شو نه واقعیت.
BlogsGamble Other Video game inside the $5 Deposit NZ Gambling enterprisesOverview of the lower-Roller Betting AlternativesWhich fee actions are available at the $5 web based casinos?Slot Advice Thus a mixture of one another, in addition [...]
ContentBest Classes to have Grading in the Season 7Rate Farming Generate Tier ChecklistIs this game enjoyable Solamente?Free Release For Diablo 3Class CreatesProfessionals getting bored out of Diablo cuatro’s game play cycle Option ranging from raining [...]
ArticlesOn the internet Dining table & Card games – Black-jack, Roulette, and a lot moreGreatest Canadian Casinos giving a gambling establishment ten Deposit ExtraLocation-Certain Bonuses While the $5 deposit will bring a balanced blend of [...]

