سترګې پټول که بېخبري؟
اطلاعات روز ورځپاڼې او افغانستان انټرنشنل د کابل په قرغې سیمه کې د طالبانو د اقتصاد وزارت د مرستیال عبداللطیف نظري د ساتونکو او طالب پوځیانو ترمنځ د لفظي او فزیکي شخړې په اړه راپور خپور کړی چې ددغو دوو راپورونو ځینې معلومات ناسم او آن ګمراهکوونکي دي.
افغانستان انټرنشنل شبکې دا پېښه چې د تېرې جمعې په ورځ شوې، د سرچینو له قوله خپره کړې ده: «د دوی [سرچینو] په وینا نښته هغه مهال پيل شوه چې د قرغې په بند کې د طالبانو یوې پوستې غوښتل د نظري موټر ودروي، خو کسانو یې په وړاندې مقاومت وکړ.»
خو هغه معلومات چې افغانستان انټرنشنل د ښاغلي نظري د مخینې په اړه خپاره کړي، ناسم او نیمګړي دي.
افغانستان انټرنشنل لیکلي: «عبداللطیف نظري، د طالبانو په حکومت کې د هزاره وګړو له ګوتې په شمار کسانو څخه دی. هغه په کابل کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې، په یوه خصوصي پوهنتون کې د استاد په توګه کار کاوه او د دې ډلې له واکمنېدو وروسته د ۱۴۰۰ کال په مرغومي میاشت کې د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستیال په توګه وګمارل شو.»
خو اطلاعات روز ورځپاڼې دا راپور له ریښتیا ارزولو پرته خپور کړی دی.
اطلاعات روز ورځپاڼې دا پېښه په دې ډول لیکلي: «د سرچینو د معلوماتو پربنسټ، طالبانو د پلټنې په دې پوسته کې د ښاغلي نظري د سپرلۍ موټر درولی او د هغه دولتي پېژندکارت ته یې پام نه دی کړی.
سرچینې وايي چې له هغې وروسته، د ښاغلي نظري ساتونکو غبرګون ښودلی او په دغه پوسته کې یې طالب پوځیان «کلابند» کړي دي.
د لطیف نظري په اړه د دغه راپور معلومات د افغانستان انټرنشنل د راپور په شان نیمګړي دي.
اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي: «ښاغلي نظري د مخکیني حکومت پرمهال د پوهنتون د استاد او سیاسي فعال په توګه فعالیت کاوه.»
ریښتیا ارزول
اطلاعات روز ورځپاڼې د «دولتي پېژندکارت» او د لطیف نظري د ساتونکو لهخوا د طالب پوځیانو د کلابندۍ په شان کلیمو په کارولو، ناسم او نه تایید شوي معلومات خپاره کړي دي.
خو تر ټولو مهم د جمهوریت پرمهال د لطیف نظري له مخینې او له طالبانو په تېره په دوحه کې له طالب مسوولینو سره د هغه له اړیکو سترګې پټول دي.
اطلاعات روز او افغانستان انټرنشنل دواړو لطیف نظري د پوهنتون استاد معرفي کړی، خو قطر ته د ښاغلي نظري د تګ راتګ او له طالبانو سره د نوموړي د اړیکو په اړه یې څه نه دي لیکلي.
په دوحه کې د طالبانو له غړو سره د لطیف نظري له لیدنو سترګې پټول ښايي د بېخبرۍ او یا سترګې پټولو له امله وي، په دواړو حالتونو کې دا نیمګړتیا خبر ګمراهکوونکی کوي.
که رسنۍ دا معلومات ولري؛ خو له خپرولو یې سترګې پټوي، په هغه صورت کې به راپور ورکول سلیقهیي او یواړخیز وي.
BlogsGamble Other Video game inside the $5 Deposit NZ Gambling enterprisesOverview of the lower-Roller Betting AlternativesWhich fee actions are available at the $5 web based casinos?Slot Advice Thus a mixture of one another, in addition [...]
ContentBest Classes to have Grading in the Season 7Rate Farming Generate Tier ChecklistIs this game enjoyable Solamente?Free Release For Diablo 3Class CreatesProfessionals getting bored out of Diablo cuatro’s game play cycle Option ranging from raining [...]
ArticlesOn the internet Dining table & Card games – Black-jack, Roulette, and a lot moreGreatest Canadian Casinos giving a gambling establishment ten Deposit ExtraLocation-Certain Bonuses While the $5 deposit will bring a balanced blend of [...]

