د نه تایید شویو ادعاوو په خپرولو کې بیړه
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې نجلۍ جنسي تېری کړی دی.»
د دې راپور په دوام کې راغلي: «سرچینې یکشنبې د چنګاښ پر لسمه نېټه وايي چې د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د کابو ۵۰۰ پښتنو طالبانو له ځایپرځای کېدو وروسته د دې ډلې دوه غړي د شپې له خوا د نوموړې ولسوالۍ په ایوت او ملوار پایان کلیو کې دوو کورونو ته دننه شوي او دا عمل یې ترسره کړی دی.»
رښتیا ارزونه
چلوصاف په تېرو درېیو ورځو کې تر ۱۰ لسو زیاتو ځايي سرچینو په ځانګړې توګه سیمهییزو خبریالانو سره خبرې کړې؛ خو هېڅ یوه دا خبر نه دی تایید کړی او پر ناسموالي یې ټینګار کوي.
د هشت صبح ورځپاڼې د خبر برخې مسوولان چلوصاف ته وايي چې دا راپور له ولسي سرچینو سره د خبرو پر بنسټ جوړ شوی دی.
د چلوصاف له نظره د دې خبر سموالی له نورو سرچینو سره نه دی ارزول شوی او په خپرولو کې یې بیړه شوې ده؛ لکه څنګه چې دغې ورځپاڼې «لومړني» معلومات د یکشنبې په ورځ ترلاسه کړي او خبر یې په همدې ورځ خپور شوی دی.
د تېري ادعا یوه پېچلې موضوع ده چې لا زیاتو معلوماتو او د ډېرو سرچینو تایید ته اړتیا لري؛ له همدې امله دا راپور نه تایید شوی «او ان ناسم» دی؛ ټولې بېپلوه سرچینې چې چلوصاف خبرې ورسره کړې ټینګار کوي، په یادو کلیو کې دا ډول پېښه نه ده شوې او دا خبر دروغ بولي.
BlogsGamble Other Video game inside the $5 Deposit NZ Gambling enterprisesOverview of the lower-Roller Betting AlternativesWhich fee actions are available at the $5 web based casinos?Slot Advice Thus a mixture of one another, in addition [...]
ContentBest Classes to have Grading in the Season 7Rate Farming Generate Tier ChecklistIs this game enjoyable Solamente?Free Release For Diablo 3Class CreatesProfessionals getting bored out of Diablo cuatro’s game play cycle Option ranging from raining [...]
ArticlesOn the internet Dining table & Card games – Black-jack, Roulette, and a lot moreGreatest Canadian Casinos giving a gambling establishment ten Deposit ExtraLocation-Certain Bonuses While the $5 deposit will bring a balanced blend of [...]

