هغه کس چې د وژل کېدو راپور یې ورکړ شوی و، د خپلې مړینې خبر یې رد کړ!
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، له دغو دوو پېښو وروسته دواړه کسان راڅرګند شول او د خپلې مړینې خبرونه یې رد کړل.
دغو رسنیو د تلې میاشتې په نهمه په مزارشریف ښار کې له یوه طالب سره د یوه کس د نښتې د انځور خپرولو له مخې راپور ورکړ.
د افغانستان انټرنشنل شبکې خبریال په دغه ورځ ددې چینل له ویاند سره په خبرو کې آن ددغه کس د رواني او اقتصادي حالت په اړه هم معلومات ورکړل.
ددغو راپورونو له خپرېدو وروسته طالبانو د نوموړي کس تصویر خپور کړ چې نه دی وژل شوی او ژوندی دی.
له هغې پېښې کابو دېرش ساعته وروسته (د لړم میاشتې څلورمه) دغو رسنیو یو ځل بیا راپور ورکړ چې د احمد فهیم په نوم یو ځوان چې د پنجشیر اوسېدونکی دی د طالبانو لهخوا په ډزو سره وژل شوی.
آمو ټلویزیون لیکلي، «خبرو سرچینو» دغه ټلویزیون ته ویلي طالبانو دا ځوان چې شپون و ـ په ډزو سره وژلی دی.
ددې خبر له خپرېدو وروسته هغه ځوان چې تصویر یې په دې خبر کې خپور شوی و، په راڅرګندېدو سره د خپلې مړینې خبر رد کړ.
دغه ځوان محمد فقیر نومېږي او په کابل کې ساتونکی دی.
په هغه تصویر کې چې د پنجشیر ملي ټلویزیون خپور کړی، ددې ځوان پلار وایي چې د نوموړي د زوی د مړینې خبر خپرېدو دا کورنۍ او دوستان یې سخت خواشیني کړل.
غیر مسوولانه چلند
د ناسمو خبرونو اصلاح کول په رسنیو کې منل شوی اصل دی، هغه رسنۍ چې د ګونګوسو په لومه کې لوېږي او له آوازو څخه خبر جوړوي، باید د کره خبر له ترلاسه کولو وروسته خپل ناسم خبر اصلاح کړي، خو دا رسنۍ پرته له دې چې خپل ناسم خبرونه اصلاح کړي، په چوپه خوله او پرته له دې چې خپل خبر سم کړي هغه له خپلو انټرنیټي پاڼو لیرې کوي چې دا غیر مسلکي او غیر اخلاقي کار دی.
په وروستي مورد کې آمو ټلویزیون له خپلې فارسي پاڼې دا خبر لیرې کړی؛ خو لا هم د دوی په انګلیسي پاڼه کې دا خبر لیدل کېږي، ددې خبر په پای کې یې لیکلي چې طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
BlogsGamble Other Video game inside the $5 Deposit NZ Gambling enterprisesOverview of the lower-Roller Betting AlternativesWhich fee actions are available at the $5 web based casinos?Slot Advice Thus a mixture of one another, in addition [...]
ContentBest Classes to have Grading in the Season 7Rate Farming Generate Tier ChecklistIs this game enjoyable Solamente?Free Release For Diablo 3Class CreatesProfessionals getting bored out of Diablo cuatro’s game play cycle Option ranging from raining [...]
ArticlesOn the internet Dining table & Card games – Black-jack, Roulette, and a lot moreGreatest Canadian Casinos giving a gambling establishment ten Deposit ExtraLocation-Certain Bonuses While the $5 deposit will bring a balanced blend of [...]

