آیا د چنګاښ ۱۲مه د نړۍ د تاریخ تر ټولو ګرمه ورځ وه؟
اطلاعات روز او هشت صبح ورځپاڼو د امریکا د چاپېریال د اټکلونو ملي مرکز د موندنو پربنسټ د روان کال د چنګاښ میاشتې ۱۲مه د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ګرمه ورځ بللې ده.
ریښتیا ارزول
د ځمکې د تودوخې په اړه د ثبت شویو معلوماتو له مخې، د روان کال د چنګاښ ۱۳ د تودوخې د ثبتولو له پیل راهیسې تر ټولو ګرمه ورځ وه؛ خو پوهان په دې اند دي چې دا ورځ په تېرو ۱۲۵ زره کلونو کې تر ټولو ګرمه ورځ وه.
اطلاعات روز او هشت صبح ورځپاڼو په پرېکنده توګه لیکلي چې د نړۍ په تاریخ کې دا تر ټولو ګرمه ورځ وه.
پوهان اټکل کوي چې د ځمکې عُمر کابو ۴،۵۴ میلیارد کاله دی او د ځمکې په تاریخ کې د تر ټولو ګرمې ورځې ادعا نه ده تایید شوې، چې دا ناسمه او ګمراهکوونکې ادعا ده.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

