په ګمراهکوونکي سرلیک سره د پېښې لوی ښودل
افغانستان انټرنشنل د بریتانیا په ساري ښار کې د یوه افغان پناه غوښتونکي له خوا پر دوو نورو کډوالو د برید په اړه د رپوټ په خپرولو، د افغانستان د ښځو چارو د پخوانۍ وزیرې د نوم په لیکلو دا خبر ګمراهکوونکی کړی دی.
دغې شبکې پر خپله ټویټر پاڼه د ښځو چارو د پخوانۍ وزیرې حسینې صافۍ انځور خپور کړی او ترې لاندې یې لیکلي: «د افغان پناه غوښتونکو پر هوټل په چاقو سره برید؛ د ښځو چارو پخوانۍ وزیره له دې بریده روغه ووته.»
د همدې شبکې د راپورونو له مخې، یوه افغان د بریتانیا په ساري ښار کې په یوه هوتل کې دوه کډوال ټپیان کړل او لږ وروسته بریدګر د پولیسو لهخوا ونیول شو.
په دې پېښه کې د ښځو چارو وزیره ښکېله نه وه
د افغانستان انټرنشنل شبکې په راپور کې هېڅ داسې نښه نشته چې د بریدکوونکي موخه د افغانستان د ښځو چارو پخوانۍ وزیره وي، په همدې خبر کې ویل شوي چې د بریدګر موخه روښانه نه ده؛ خو په دې خبر کې د افغانستان د دغې پخوانۍ چارواکې یادول ګمراهکوونکي دي.
دغې شبکې له پېښې یوه ورځ وروسته له عیني شاهدانو سره خبرې کړې او یو تن وايي چې دا پېښه د شخصي مسایلو له امله وه او د ښځو چارو د پخوانۍ وزیرې هېڅ نوم نه اخلي.
د خبر لوستونکي د ګمراه کولو د مخنیوي لپاره، دغې شبکې کولای شوای د پېښې واقعیت بیان کړي او دې ته یې هم اشاره کړې وای چې د افغانستان د ښځو چارو پخوانۍ وزیره هم په همدې هوټل کې اوسېږي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

