د کډوالو په وړاندې د رسنیو توپیري چلند

خپور شوی: July 16, 2023Categories: Uncategorized @ps

د افغانستان رسنۍ تل د «نامنظمو کډوالو» په وړاندې د «ناقانونه» کلیمه کاروي، په وروستي راپور کې، افغانستان انټرنشنل «نامنظم کډوال» کلیمه «ناقانونه کډوال» ژباړلې ده، دغې رسنۍ له دې مخکې هم له تلګراف ورځپاڼې څخه «د نامنظمو کډوالو» کلیمه، ناقانونه کډوال ته ژباړلې وه.

خو افغانستان انټرنشنل رسنۍ په دې توپیري او کډوالۍ ضد کلیمې په کارولو کې یوازې نه ده؛ بلکې د بي‌بي‌سی، اطلاعات روز، هشت‌صبح، طلوع نیوز، امریکا غږ او نورو په شان رسنیو هم – ښايي په بې خبرۍ – دا کلیمه په ځلونو کارولې وي.

ناسمه ژباړه

افغانستان انټرنشنل د چنګاښ په دوهمه ورځ په یوه راپور کې چې له تلګراف ورځپاڼې څخه په افغانستان کې د نشه‌يي توکو خلاف عملیاتو په اړه اخیستل شوی و، د «نامنظمې کډوالۍ» کلیمه «ناقانونه کډوالي» ژباړلې وه.

دغې رسنۍ د چنګاښ په ۲۳مه د ترکیې د ولسمشر څرګندونې هم له نامنظمې کډوالۍ څخه «ناقانونه کډوالۍ» ته ژباړلې وې.

ددغو دوو کلیمو معنی ډېر سره توپیر لري، له همدې امله د ناقانونه کارول سم نه دي.

ولې د کډوالو په هکله د «ناقانونه» کلیمې کارول ناسم دي؟

۱ـ ناقانونه کډوالي نه، نامنظمه کډوالي

د کډوالۍ لپاره د نړیوال تړون او بوداپست بهیر پربنسټ، کډوال په دوو ډلو وېشل شوي دي، منظم کډوال او نامنظم کډوال، دا سندونه نه یوازې نامنظم کډوال ناقانونه نه بولي بلکې ټول غړي هېوادونه یې د نامنظو کډوالو کلیمه کاروي نه ناقانونه کډوال.

نامنظم کډوال، هغو کسانو ته ویل کېږي چې له ځاني او رواني زیانونو تېښته وکړي او د یوه امن ځای او له وېرې پرته ژوند د لټولو لپاره، له ناقانونه لارو، له قانوني – وېزو او یا هر ډول اجازه لیک پرته، له خپل هېواده بهر کېږي او نورو هېوادونو ته کډوال شي.

منظمه کډوالي هغې کډوالۍ ته ویل کېږي چې پناه‌غوښتونکي د کوربه هېواد د پرېکړې او تړون له مخې له قانوني لارو او کوربه هېواد په اجازه د پناه‌غوښتونکي په توګه هغو هېوادونو ته ولاړ شي.

۲ـ د کډوالو لپاره د ناقانونه کلیمې کارول، تحریف شوې او له توپیره ډکه ده:

د «ناقانونه» کلیمه د هغه خوځښت په وړاندې کارول کېږي چې څوک یو قانون تر پښو لاندې کړي او دا کلیمه منفي اړخ لري.

د هغو کسانو د سزا کولو لپاره چې ناقانونه کارونه کوي، دولتونه د خپلو قوانینو پربنسټ واک او صلاحیت لري.

خو کډوال چې په بېلابېلو لاملونو یې خپل هېوادونه پرېښي دي او د ښه او آرام ژوند لرلو لپاره نورو هېوادونو ته تللي، کوم ناقانونه کار یې نه دی کړی بلکې له خپل حق څخه یې کار اخیستی دی.

د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې او جنیوا کنوانسیون – د کډوالو په اړه د ۱۹۶۷ پروتوکول – له مخې کډوالي او پناه‌غوښتل د انسانانو بنسټیز او منل شوی حق دی او هر انسان حق لري چې کډه شي او د نورو هېوادونو وګړیتوب ولري.

د جینوا کنوانسیون پربنسټ یوازې جنګي جنایت‌کاران او هغه کسان چې بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي په دې برخه کې محدودیت لري.

د «ناقانونه کډوالۍ» کلیمه تر ډېره د کډوالۍ خلاف ریښتیاپالانو له خوا مطرح کېږي، په ځانګړې توګه د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال او همداراز کله چې د کډوال منونکو هېوادونو سیاسي مخالفین حکومتونه د عمومي فکرونو تر فشار لاندې راولي له دې کلیمې کار اخلي – د ایران رسنۍ په ځانګړې توګه دولتي رسنۍ یې په قصدي توګه د ناقانونه کډوالۍ کلیمه کاروي، خو ښايي د افغانستان رسنۍ یې په ناپوهۍ سره کاروي.

د کډوالو پروړاندې د «ناقانونه» کلیمې کارول د نړیوالو تړونونو او اعلامیو خلاف دي او له دې کلیمې ګټه اخیستل توپیري او د کډوالۍ ضد دي.

په اسلام کې د هجرت مقام

د اسلام په تاریخ کې لويې پېښې دي چې مسلمانان یې د سترو ویاړونو په توګه یادوي او دغو پېښو ته ارزښت ورکوي؛ خو د اسلامي نړۍ لپاره هېڅ پېښه د هجرت په کچه ارزښتناکه او مهمه نه ده چې تاریخ یې له هجرت څخه پیل کړی دی.

له بلې خوا، د هغې دورې د ټولو عربانو لپاره قبیله‌يي نومونو ځانګړی ارزښت درلود؛ خو په مدینه – یثرب – کې له هجرت وروسته کډوالو او انصارو د قبیله‌يي نومونو ځای ونیوه – انصار یعني مرسته کوونکي، هغه څوک چې له کډوالو سره مرسته کوي.

پای

د نامنظم تګ راتګ له امله ستونزمنه ده چې بنسټونه د کډوالو کره او نوې شمېرې راټولې کړي. خو هغه بنسټونه چې د کډوالو په برخه کې فعالیت لري په ۲۰۲۲ کال کې یې د نامنظمو کډوالو شمېر له ۳۰ تر ۴۰ میلیون تنو اټکل کړی دی.

د ټولو نظریو له مخې انسانان له یوې برخې او یوې کورنۍ راغلي دي، له همدې امله هغه ورته‌والی چې د انسانانو ترمنځ موجود دی د کډوالۍ په پایله کې دی، هېڅوک ادعا نه شي کولای چې د یوه هېواد یا یوه ځانګړي ځای اصلي اوسېدونکی دی، انسان تل د ښه ژوند او غوره امکاناتو لپاره د کډې او کډوالۍ په حال کې دی، له همدې امله د ټولو انسانانو میندې او پلرونه د تاریخ په اوږدو کې کډوال شوي او نوي ټاټوبي یې جوړ کړي دي.

سرچینې:

د کډوالۍ په اړه نړیوال تړون

د بوداپست بهیر

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه

د جینوا کنوانسیون – د کډوالۍ په اړه ۱۹۶۷ پروتوکول

د کډوالۍ سیاستونو د پراختیا نړیوال مرکز