د یوې ښځینه سندرغاړې د مړینې خبر خپرېدل چې ژوندۍ ده
اطلاعات روز، آمو ټلویزیون او څو نورو رسنیو د ناپېژاندو کسانو لهخوا د افغانې سندرغاړې حسیبا نورې د وژلو خبر خپور کړ.
دغو رسنیو په خپل خبر کې لیکلي چې سرچینو دا خبر تایید کړی او د پېښې ځای یې د پاکستان خیبرپښتونخوا لیکلی دی.
آمو ټلویزیون لیکلي چې پاکستاني پولیسو په دې هکله خپلې څېړنې پیل کړې دي.
ریښتیا ارزول:
حسیبا نوري د دغه خبر له خپرېدو یوه ورځ وروسته له چلوصاف سره په خبرو کې پر رسنیو او هغو کسانو چې دا خبر یې خپور کړی سخته نیوکه وکړه.
حسیبا نورې په دې خبرو کې زیاته کړه: «چا چې دا ناسم خبر خپور کړی باید ځواب ووايي.»
اغلې نوري وايي چې په یوه ترافیکي پېښه کې یې سر او پوزه ټپي شوه او د پټۍ اېښودولو لپاره یوه روغتیايي مرکز ته ولېږدول شوه او کله یې چې سر پانسمان شوی و، ملګرو یې انځور ترې واخیست او دا انځور په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو.
دغه افغان سندرغاړې په یوه ویډیو کې د دې ناسم خبر پر خپرولو نیوکه کوي او وايي، چا چې دا خبر خپور کړی باید یې له خپرولو مخکې خپل معلومات دقیق کړي واي.
د رسنیو ځان سپینول
اطلاعات روز ورځپاڼې د حسیبا نوري د وژل کېدو خبر له خپلې انټرنيټپاڼې لیرې کړ او د نوموړې د مړینې د ردولو خبر یې خپور کړ.
د دغه خبر د ناسموالي په روښانه کولو کې، پاکستانیو خبریالانو په تېره بیا افتخار فردوس رول درلود.
BlogsGamble Other Video game inside the $5 Deposit NZ Gambling enterprisesOverview of the lower-Roller Betting AlternativesWhich fee actions are available at the $5 web based casinos?Slot Advice Thus a mixture of one another, in addition [...]
ContentBest Classes to have Grading in the Season 7Rate Farming Generate Tier ChecklistIs this game enjoyable Solamente?Free Release For Diablo 3Class CreatesProfessionals getting bored out of Diablo cuatro’s game play cycle Option ranging from raining [...]
ArticlesOn the internet Dining table & Card games – Black-jack, Roulette, and a lot moreGreatest Canadian Casinos giving a gambling establishment ten Deposit ExtraLocation-Certain Bonuses While the $5 deposit will bring a balanced blend of [...]

