آیا طالبان د ایستل شویو کډوالو لپاره په زور مرستې راټولوي؟

Published On: December 12, 2023Categories: د حقیقت معاینه

افغانستان انیټرنشنال په دشت برچي کې د ځینو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې طالبان ددې سیمې له کورنیو له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو لپاره له هرې کورنۍ دوه زره افغانۍ راټولوي.
ددې خبر په یوه برخه کې راغلي چې طالبانو خبرداری ورکړی که د دشت برچي اوسېدونکي دا پیسې ورنه کړي په وړاندې به یې له زوره کار واخیستل شي.

ريښتیا ازرول
چلوصاف د دشت برچي له درېيو اوسېدونکو او یوه خبریال سره چې په دشت برچي کې اوسېږي خبرې کړې؛ خو ټولو ځواب ورکوونکو دا خبره رد کړې ده.
د طالبانو دریځ
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چلوصاف ته وایي: «په ټولو ولایتونو کې د اعانې لپاره صندوقونه ایښودل شوي؛ خو د زور موضوع ناسمه ده.»