آیا دا شونې ده چې په یوه کلي کې یوازې یو تن د لیک لوست وړتیا ولري؟
طلوع نیوز په یوه راپور کې چې د لیندۍ په اتلسمه نېټه یې خپور کړی ادعا کړې چې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د بېکسمند درې په ذوالقاعدې کلي کې د دې کلي یوازې یو اوسېدونکی د لیک لوست وړتیا لري.
ريښتیا ارزول
د طلوعنیوز خبریال په دې راپور کې د نوموړي کلي له څو تنو اوسېدونکو سره خبرې کړې او دوی دا ادعا په دغو خبرو کې مطرح کړې ده.
ددغه راز معلوماتو ترلاسه کول د یوه کلي له ټولو یا ډېری اوسېدونکو پوښتنو ته اړتیا لري او یوازې له څو تنو سره خبرې کول د دې ادعا د بیانولو لپاره معیار نشي کېدای.
د طالبانو د پوهنې وزارت غبرګون
د طالبانو د پوهنې وزارت د طلوع نیوز د دې خبر په غبرګون کې ددغه کلي له یو شمېر اوسېدونکو او په میدان وردګو ولایت کې د پوهنې له کارکوونکو سره خبرې کړې او ددغه راپور معلومات یې رد کړي دي.
د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست یو کارکوونکی ددې راپور په غبرګون کې وایي، ټول هغه کسان چې عُمرونه یې له دېرشو کلونو ټیټ دي د لیک لوست وړتیا لري او که ددغه کلي د نالوستۍ ادعا ثابته شي له دندې به استعفا وکړي.
د طلوع نیوز لیدلوری
په طلوع نیوز کې سرچینو له چلوصاف سره په خبرو کې تایید کړې چې دا راپور په بیړه برابر شوی و او معلومات یې ناسم وو.
BlogsGamble Other Video game inside the $5 Deposit NZ Gambling enterprisesOverview of the lower-Roller Betting AlternativesWhich fee actions are available at the $5 web based casinos?Slot Advice Thus a mixture of one another, in addition [...]
ContentBest Classes to have Grading in the Season 7Rate Farming Generate Tier ChecklistIs this game enjoyable Solamente?Free Release For Diablo 3Class CreatesProfessionals getting bored out of Diablo cuatro’s game play cycle Option ranging from raining [...]
ArticlesOn the internet Dining table & Card games – Black-jack, Roulette, and a lot moreGreatest Canadian Casinos giving a gambling establishment ten Deposit ExtraLocation-Certain Bonuses While the $5 deposit will bring a balanced blend of [...]

