په زړه پورې سرلیک؛ خو ګمراهکوونکی
افغانستان انټرنشنل رپوټ ورکړی چې ښځې د طالبانو د خپلسري نیولو له وېرې له کوره نشي وتلای.
افغانستان انټرنشنل خپل دغه خبر له دوو نجونو او یوه هټۍوال سره د خبرو پر بنسټ جوړ کړی دی.
دوو نجونو چې له دغې شبکې سره یې خبرې کړې د هغې وېرې خبره کړې چې د ښځو له نیول کېدو وروسته رامنځته شوې ده.
ريښتیا ارزول
له دې سترګې نهشي پټېدای چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې نجونې نیولې؛ خو دا وېره دومره نه ده چې ښځې له وېرې له خپلو کورونو ونهوځي.
افغانستان انټرنشنل د خبر په زړه پورې کولو لپاره خپل سرلیک په داسې ډول لیکلی چې ټولې ښځې له خپلو کورونو نهوځي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښځې خپلو ورځنیو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
توضېح:
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې سخت چلند له پراخو نیوکو او غبرګونونو سره مخ شوی دی؛ خو دغې ادارې لا هم د ښځو او نجونو په وړاندې ناوړه چلند او نیولو ته دوام ورکړی.
د طالبانو د امربالمعروف ادارې چلند د هلکانو په وړاندې د دوی د واکمنۍ د لومړۍ دوره کې په شان دی، دا ځل نجونې ځوروي.
د چلوصاف سرچیني:
ددې خبر د ريښتیا ارزولو لپاره چلوصاف په کابل کې له یو شمېر کورنیو او هغو خبریالانو سره خبرې کړې چې په پلازمینه کې فعالیت لري.
د چلوصاف سرچینې د طالبانو د امربالمعروف ادارې لهخوا د ښځو ځورول تاییدوي؛ خو له خپلو کورونو د ښځو نه وتل یې رد کړي دي.
BIG TAKA BD is the Bangladesh-specific platform of BIG big taka app TAKA, offering online casino games, slots, and live dealer experiences tailored for Bangladi players. It provides a safe and user-friendly environment for gaming [...]
Analise Completa do Melhor Casino Online Portugues A esfera do jogo digital em Portugal prosperou grandemente no periodo mais recente, seduzindo inumeros entusiastas interessados em jogos fiaveis. Os utilizadores portugueses selecionam plataformas certificadas para jogarem [...]
Verder beschikt het casino over een live casino waar je een extra spannende tijd kunt beleven. Het casino zelf kent verder dobbelsteenspellen, roulette en kaartspellen. Het overgrote deel van het assortiment van het Blitz casino [...]

