د یوه نوموتي سندرې جوړونکي نوم بدول

Published On: February 5, 2024Categories: د حقیقت معاینه

د یوه نوموتي سندرې جوړونکي نوم بدول
افغانستان انټرنشنل په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان د هنرمند او سندرو جوړونکي امیر جان صبوري د حضور په اړه خبرونه خپاره کړي او د هېواد پر دغه نوموتي هنرمند یې د نیوکو زمینه برابره کړې ده.
آمو ټلویزیون هم له افغانستان انټرنشنل شبکې په پیروۍ په خپل خبر کې په دغه ناسته کې د امیر جان صبوري د ګډون خبره کړې ده.
افغانستان انټرنشنل په دې اړه له یو شمېر خبریالانو او مخکینیو چارواکو سره هم د دې حضور په غندلو خبرې‌ کړې او د دې ګډون په هکله یې د فېسبوک یوه لیکنه هم خپره کړې ده.
افغانستان انټرنشنل د هغو کسانو په منځ کې چې د موضوع په اړه نه پوهېږي د هېواد د یوه نوموتي هنرمند د بد نامولو زمینه برابره کړه؛ پرته له دې چې د دې حضور په لامل پوه شي.
ریښتیا ارزول
سرچینو چلوصاف ته وویل چې په ازبکستان کې د افغانانو ټولنې رییس یو شمېر هغه افغانان چې په تاشکند کې ژوند کوي، ازبکستان کې د افغانستان سفیر د کار د پای په مراسمو کې د ګډون لپاره رابللي وو او امیر جان صبوري هم اړ شو چې دغه بلنه ومني.
دا سرچینې چلوصاف ته وايي، امیر جان صبوري نه پوهېده چې د طالبانو سفیر هم هلته شته.
ولې په دغه ډول مراسمو کې د ګډون ته اړ کېدل؟
په ازبکستان کې د افغانانو ټولنې رییس د ازبکستان دولت او افغانانو ترمنځ همغږۍ کوونکی دی او په دې هېواد کې د افغانانو ستونزې هواروي.
په ازبکستان کې د افغانانو فعالیت او حضور په دې هېواد کې د افغانانو ټولنې له خوا ترسره کېږي او دا ټولنه د استوګنې غځولو او په دې هېواد کې د فعالیت لپاره له افغانانو سره مرسته کوي، له همدې امله ټول افغانان اړ دي چې له دې ټولنې سره ښې اړیکې ولري او د دې بنسټ له خدماتو بې‌برخې نه شي.
هغه افغانان چې په ازبکستان کې دي، باید د خپل استوګنې دورې له پایته رسېدو وروسته د استوګنې اسناد تمدید کړي او اوس‌مهال چې افغانستان ته نه شي تلای، اړ دي د خپلو اسنادو د تمدید لپاره له دې ټولنې سره اړیکه وساتي.
ازبکستان له پخواني شوروي جلا شوی جمهوریت دی او هغه کسان چې په لوېدیځ کې ژوند کوي باید تمه ونه لري چې په دې هېواد کې افغانان د لوېدیځ هېوادونو په شان ازادي ولري. ترټولو کوچنۍ سرغړونه به هم د دغو افغانانو د ایستلو لامل شي.

  • BIG TAKA BD is the Bangladesh-specific platform of BIG big taka app TAKA, offering online casino games, slots, and live dealer experiences tailored for Bangladi players. It provides a safe and user-friendly environment for gaming [...]

  • Analise Completa do Melhor Casino Online Portugues A esfera do jogo digital em Portugal prosperou grandemente no periodo mais recente, seduzindo inumeros entusiastas interessados em jogos fiaveis. Os utilizadores portugueses selecionam plataformas certificadas para jogarem [...]

  • Verder beschikt het casino over een live casino waar je een extra spannende tijd kunt beleven. Het casino zelf kent verder dobbelsteenspellen, roulette en kaartspellen. Het overgrote deel van het assortiment van het Blitz casino [...]