په ژباړه کې لاس‌وهنه

Published On: February 5, 2024Categories: د حقیقت معاینه

اطلاعات روز ورځپاڼې د سلواغې میاشتې پر ۱۲ په دې سرلیک یو راپور خپور کړ:
«د امریکا پخوانی پوځي چارواکی: هزاره وګړي له پېړیو راهیسې له ځپلو او قومي ځورونې سره مخ دي.»
آیا دغه پخواني امریکايي پوځي پېړۍ ویلي که اطلاعات روز ورځپاڼې اصلاح کړې دي؟
د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې په ناسته کې پخواني امریکايي پوځي جسټن‌سپ افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د مخکینیو همکارانو په اړه شاهدي ورکوله او د همکارانو له منځه یې د بېلګې په توګه د دوو همکارانو جزییات مطرح کړل.
په ژباړه کې لاس‌وهنه
دغه پخوانی امریکايی پوځي په دې ناسته کې د ګواښوونو او قومي تعصب په اړه وايي او زیاتوي چې «هزاره‌ګان سلګونه کاله کېږي چې له ځپلو او قومي ځورونې سره مخامخ دي.»
څوک ادعا نشي کولای چې د افغانستان هزاره وګړي له سلګونه کلونو راهیسې له تعصب او ځورونې سره مخ وو، ځکه چې کیسه د امیر عبدالرحمن له دورې پیل شوه – د نولسمې پېړۍ پای – او تر دې دمه چې ۱۵۰ کاله یې کېږي.
اطلاعات روز ورځپاڼې سلګونه کلونو ته پېړۍ لیکلې، دا بدلون او اصلاح کولای شي سم مفهوم ورسوي یعني د ۱۹ پېړۍ له وروستیو کلونو پیل او تر اوسه چې د ۲۱ پېړۍ درېیمه لسیزه ده دوام لري؛ خو په اصل کې دغه پخواني امریکايي پوځي، پېړۍ نه دي یادې کړې.
ښايي د اطلاعات روز ورځپاڼې همکاران ووايي چې دواړه یوه مانا لري؛ خو د دغو دواړو کلیمو کارول توپیر کوي او په دا ډول ناستو کې د شاهدي ورکولو لپاره کره کلیمې کاروي، له همدې امله د جسټن سپ له خوا د سلګونه کلونو کارول ناسم دي او اطلاعات روز ورځپاڼې بدلون ورکړی او په سرلیک کې یې راوستې.
توضیح
د هزاره‌وو ځپل او پروړاندې یې دوه‌ګونی چلند چې پیل یې د عبدالرحمن خان له دورې څخه و، په تاریخ کې ثبت دي او څوک ترې انکار نه شي کولای؛ خو د ژباړې په خبر رسولو کې باید امانت ته پام وشي.

  • BIG TAKA BD is the Bangladesh-specific platform of BIG big taka app TAKA, offering online casino games, slots, and live dealer experiences tailored for Bangladi players. It provides a safe and user-friendly environment for gaming [...]

  • Analise Completa do Melhor Casino Online Portugues A esfera do jogo digital em Portugal prosperou grandemente no periodo mais recente, seduzindo inumeros entusiastas interessados em jogos fiaveis. Os utilizadores portugueses selecionam plataformas certificadas para jogarem [...]

  • Verder beschikt het casino over een live casino waar je een extra spannende tijd kunt beleven. Het casino zelf kent verder dobbelsteenspellen, roulette en kaartspellen. Het overgrote deel van het assortiment van het Blitz casino [...]