په غیرمسلکي اطلاع رسولو کې لالهاندي
افغانستان انټرنشنل د سهشنبې په ورځ په یوه خبر کې ولیکل: «د طالبانو پر بقا د ملګروملتونو ټینګار.»
دغه شبکه پرته له دې چې د خبر د سرچینې نوم واخلي وایي: «په افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو ویلي هېڅوک د طالبانو نظام د پرځولو په لټه کې نه دي. هغه دا څرګندونې د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کړې دي.»
دا خبر نه دی تایید شوی او ګمراهکوونکی دی.
ولې دا خبر تایید شوی نه دی او ګمراهکوونکی دی؟
«د طالبانو پر بقا د طالبانو ټینګار!» دا لویه ادعا ده چې د افغانستان انټرنشنل لهخوا مطرح شوې او ددې ادعا ثابتول ګران کار دی.
دا سرلیک هغه مهال خپرېدای شي چې دا ډول خبره د ملګروملتونو د چارواکو له لوري مطرح شي او په ملګروملتونو کې د حکومتونو او نظامونو په اړه پرېکړه د دې سازمان په عمومي شورا کې کېږي او په دې بنسټ کې د هرې پرېکړې برخلیک د رایو له مخې روښانه کېږي.
خو تراوسه د ملګروملتونو له هېڅ یوه چارواکي په تېره بیا فریدون سینیرلي اوغلو څخه دا ډول څه نه دي اورېدل شوي.
له بلې خوا، ملګروملتونو د طالبانو ناوړه کړنې په تېره بیا له ښځو سره د دوی چلند تل غندلی او د طالب چارواکو نومونه د دغه سازمان د بندیزونو په نوملړ کې دي.
خبر له کوم ځایه راغلی؟
پر ایکس د ارګ پاڼې چې د طالبانو لهخوا یې مدیریت کېږي نن د طالبانو د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د کتنې په اړه خبر خپور کړ او ددې خبر په یوه برخه کې راغلي: «د ملګروملتونو ځانګړي همغږي کوونکي وویل چې هېڅوک د ۱.۱ د پرځولو هڅه نه کوي، بلکې ټول غواړي اسلامي امارت له نړيوالې ټولنې سره ونښلول شي.»
افغانستان انټرنشنل شبکې یوازې همدا برخه غوره کړې او د تازه خبر په توګه یې خپره کړې.
غیر مسلکي د خپلې خوښې وړ چلند
د اطلاع رسولو حکومتي شبکې د طالبانو تر ادارې لاندې دي او طالبان هرڅه چې وغواړي لیکي او خپروي یې، په تېرو وختونو کې هم دا کار لیدل شوی، د هغه خبر ترمنځ چې طالبانو خپاره کړي د هغو مسایلو او څرګندونو ترمنځ چې په ناستو کې مطرح شوې ډېر توپیر موجود وو.
خو افغانستان انټرنشنل شبکې ډېر په باور سره دا ادعا د خبر په توګه خپره کړې ده، پرته له دې چې د سرچینې نوم یې یاد کړي، ګواکې ددې شبکې سرچینې یا خبریال په دغه ناسته کې حضور درلود او دا څرګندونې یې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د همغږۍ کوونکي له خولې اورېدلې دي.
BIG TAKA BD is the Bangladesh-specific platform of BIG big taka app TAKA, offering online casino games, slots, and live dealer experiences tailored for Bangladi players. It provides a safe and user-friendly environment for gaming [...]
Analise Completa do Melhor Casino Online Portugues A esfera do jogo digital em Portugal prosperou grandemente no periodo mais recente, seduzindo inumeros entusiastas interessados em jogos fiaveis. Os utilizadores portugueses selecionam plataformas certificadas para jogarem [...]
Verder beschikt het casino over een live casino waar je een extra spannende tijd kunt beleven. Het casino zelf kent verder dobbelsteenspellen, roulette en kaartspellen. Het overgrote deel van het assortiment van het Blitz casino [...]

