آیا په افغانستان کې د ایران چاپ کتابونو پلور منع شوی دی؟
افغانستان انټرنشنل شبکې چهارشنبې د غويي پر ۱۲مه د «رواداري د بشري حقونو بنسټ» له قوله لیکلي چې طالبانو د ایران چاپ کتابونو پېر پلور منع اعلان کړی دی.
دا راپور ناسم او ګمراهکوونکی دی.
دغه راپور له يو شمېر کتاب پلورونکو سره د خبرو پر بنسټ برابر شوی او په یوه برخه کې یې راغلي چې «د ایران چاپ کتابونه، د شیعه وګړو اړوند کتابونه، د تاجکانو، هزارهوو او ازبکو په شان بېلابېلو قومونو په اړه آثار منع شوي دي.»
ريښتیا ارزول
په دغه راپور کې، رواداري بنسټ د کابل د یوه کتاب پلورونکي له قوله لیکلي چې طالبانو کتاب پلورونکو او ناشرانو ته د سل عنوانه کتابونو نوملړ ورکړی ترڅو یې د پېر پلور مخه ونیول شي؛ خو په دې راپور کې د هېڅ کتاب نوم نه دی یاد شوی.
د چلوصاف معلومات ښيي چې طالبانو د ځینو کتابونو پلور د مخنیوي لپاره ـ چې ډېری په مخکیني طالبانو ضد حکومت کې لیکل شوي ـ کتاب پلورنځي پلټلي او یو شمېر دا کتابونه یې راټول کړي دي؛ خو د افغانستان کتاب پلورنځي د ایران چاپ کتابونو، د شیعه وګړو اړوند کتابونو او آن د بېلابېلو دیني مسایلو اړوند کتابونو څخه ډک دي.
طالبان تاییدوي، د هغو کتابونو د پېر پلور مخالف دي چې پکې «قومي تعصب» ته لمن وهل کېږي؛ خو د نورو کتابونو د پېر پلور په وړاندې کوم خنډ نشته.
BlogsGamble Other Video game inside the $5 Deposit NZ Gambling enterprisesOverview of the lower-Roller Betting AlternativesWhich fee actions are available at the $5 web based casinos?Slot Advice Thus a mixture of one another, in addition [...]
ContentBest Classes to have Grading in the Season 7Rate Farming Generate Tier ChecklistIs this game enjoyable Solamente?Free Release For Diablo 3Class CreatesProfessionals getting bored out of Diablo cuatro’s game play cycle Option ranging from raining [...]
ArticlesOn the internet Dining table & Card games – Black-jack, Roulette, and a lot moreGreatest Canadian Casinos giving a gambling establishment ten Deposit ExtraLocation-Certain Bonuses While the $5 deposit will bring a balanced blend of [...]

