Skip to content

October 25, 2025

  • اصلي پاڼه
  • د حقیقت معاینه
  • آرشیف
  • زموږ په اړه
  • موږ سره اړیکه ونیسئ
  • پشتو
    • English
    • فارسی
Previous

woocommerce-placeholder

لیکوال: amjadgransalem|2019-04-19T08:30:09+00:00April 19, 2019|0 Comments

Share This Story, Choose Your Platform!

FacebookTwitterRedditLinkedInWhatsAppTelegramTumblrPinterestVkXingEmail

About the Author: amjadgransalem

Leave A Comment Cancel reply

Copyright © Chalawsaf

Page load link

د طالبانو د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني زوی عبدالغني میوندي پر خپله ټویټرپاڼه ټول جمهوري نظامونه د کفارو (غیرمسلمانانو) له خوا جوړ شوي بللي دي او د نړۍ له مسلمانانو یې غوښتي چې په خپلو هېوادونو کې د لوېدیځ نظامونه پایته ورسوي.

مولوي عبدالغني میوندي لیکلي: «اوسني جمهوري نظامونه کفارو جوړ کړي، کفار یې پر مخ وړی سي، د مسلمانانو په سیمه کې دا نظامونه نه چلېږي، نو ټول اسلامي هېوادونه دې خپل نظامونه اسلامي او هڅه دې دا وي، چې نور  غربي نظامونو ته د پای ټکه کښېدول سي.»

د عبدالحکیم حقاني زوی په ټویټرپاڼه کې خپله څېره سانسور کړې او له دې مخکې د قضاء برخې له چارواکو څخه و.

عبدالغني میوندي د ابدي ژوند او منطق د فهم په اړه دوه کتابونه لیکلي دي.

د طالبانو قاضي‌القضات مولوي عبدالحکیم حقاني د طالبانو مشر هبت‌الله حقاني ته نږدې کس دی او د دې ډلې په ډېرو سختو پرېکړو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو پر کار او زده‌کړو د دې ډلې په بندیزونو کې یې مهم رول لرلی دی.

د طالبانو دغه چارواکي په یوه کتاب کې د اسلامي نظامونو په اړه لیکلي، ښځې ناقص‌العقل او ناقص‌الدین دي او زیاته کړې یې ده چې د ښځو ځای په کور کې دی او هغوی باید پټې او د خلکو له سترګو لیرې وي.

عبدالحکیم حقاني په خپل کتاب کې راوستي: «هغه خلک چې خپل کارونه ښځو ته پرېږدي، په دنیا او اخرت کې نه بریالي کېږي.»

Go to Top