په دې اونۍ کې افغانستان کې دوې پېښې وشوې، چې د دواړو جزییات د نجونو پر راتلونکې اغېزه لري.
لومړۍ پېښه کې تېره یکشنبه د غويي میاشتې پر ۱۷ د بامیان ولایت په ورس ولسوالۍ کې د نجونو لپاره یوه دیني مدرسه پرانیستل شوه، په دې مدرسه کې به د نجونو او ښځو لپاره د دیني او قرآني زدهکړو زمینه برابره شي؛ په دې مدرسه کې به د ښځو او نجونو د ګډون لپاره هېڅ محدودیت نه وي.
خو په دویمه پېښه کې د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیب آغا پنجشېر ولایت کې د یوې جهادي مدرسې د پرانیستو پرمهال، په منځنۍ دورې ښوونځیو لېسو کې د نجونو زدهکړې د خلکو له باورونو او دودونو سره تړلې وبللې او وېویل: «د افغانانو شرایط، دود او باورونه روښانه دي او اوس [د نجونو د زدهکړو لپاره] شرایط برابر نه دي.»
په لومړۍ پېښه کې یوازې دودیز او اعتقادي مسایل نه دي مطرح بلکې د نجونو او ښځو لپاره هم زمینه برابرېږي ترڅو دیني زدهکړې وکړي؛ خو د طالبانو د پوهنې وزارت د سرپرست خبرې د نجونو له عصري او علمي زدهکړو سره د ښکاره مخالفت ښودنه کوي.
د پوهنې وزارت مخکیني سرپرست هم ویلي و، چې خلک نه غواړي خپلې لوڼې ښوونځي ته ولېږي، خو د هغه دا خبرې په ټول هېواد کې د ولس له نیوکو او توندو غبرګونونو سره مخ شوې وې.
د نجونو د زدهکړو په موضوع کې د طالبانو اختلاف
د طالبانو استازو ویلي وو، چې نجونې کولای شي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي؛ خو پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې.
له کورنیو او بهرنیو نیوکو وروسته، د طالبانو د پوهنې وزارت د تېر کال په وري میاشت کې اعلان وکړ چې د نجونو د ښوونځیو بېرته پرانیستو لپاره یې یوه طرحه لومړي وزیر – رییسالوزراء – ته لېږلې او د دې طرحې له وروستي کېدو سره به یې جزییات اعلان شي؛ خو تر اوسه چې د هغې طرحې له لېږلو تر یوه کال زیاته موده کېږي، په دې تړاو هېڅ پرېکړه نه ده شوې او د نجونو ښوونځیو د پرانیستو لپاره هېڅ نښه نه لیدل کېږي – که څه هم د طالبانو د پرېکړو په اړه اټکل ستونزمن کار دی.
دا ډول پرېکړې تل په کندهار کې کېږي او کابل په سترو پرېکړو کې هېڅ رول نه لري، له همدې امله د پوهنې وزارت د طرحې برخلیک لا هم روښانه نه دی.
په هېواد کې د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو پر تړلي پاتې کېدو کندهار کې د طالب مشرانو ټینګار، د طالبانو ترمنځ اختلافونه رامنځته کړي او دا اختلاف په ښکاره توګه لیدل کېږي؛ د بېلګې په ډول، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د نجونو له زدهکړو د مخنیوي پروړاندې غبرګون وښود او د دیني سپارښتنو له مخې یې پر ښځو او نارینهوو علم فرض وباله، د اسلام دین د احکامو له مخې فرض الهي امر دی او منل یې د مسلمانانو لپاره ډېر ارزښت لري؛ خو د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر د نجونو ښوونځیو د تړلو له پرېکړې د دفاع لپاره، د علم ترلاسه کول فرض نه بلکې مباح ګڼي، په دې مانا که یې زدهکړې ونهوکړې هېڅ ستونزه نشته او کم ارزښت لري.
د نجونو له زدهکړو سره مخالفې څېرې
د طالبانو د غړو ترمنځ هغه څېرې چې د طالبانو مشر مولوي هبتالله اخوندزاده ته نږدې دي، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو له زدهکړو سره ډېر اختلاف لري؛ خو له کوره بهر د نجونو او ښځو د حضور او د هغوی د زدهکړو پروړاندې د بندیزونو په برخه کې ترټولو ډېرې اغېزناکې بیا دا څېرې دي:
– د طالبانو قاضیالقضات، مولوی عبدالحیکم حقاني
– د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر، شیخ محمد خالد حنفي
– د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر، ندا محمد ندیم
– د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست، سید حبیب آغا
د طالبانو قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني له هغو کسانو دی چې د ښځو پروړاندې ډېره دودیز او سخت لیدلوری لری او د هغه په اند د ښځې ځای په کار کور کې دی او باید له کوره بهر ونهلیدل شي!
د کندهار مشرتابه او د ښځو ضد لیدلوری
بېلابېلې سرچینې، له دې جملې د لوېدیځ ديپلوماتان چې له طالب چارواکو سره یې له نږدې لیدلي، دې پایلې ته رسېدلي چې کندهار د طالبانو مشرتابه ته نږدې کړۍ د ښځو پروړاندې سخت او توندلاری لیدلوری لري او همدا کړۍ په ټولنه کې د ښځو د کار او زدهکړو اصلي خنډ ده، له بلې خوا د ټولو بنسټونو د مسوولانو په ګومارلو کې هم د طالبانو د کندهار مشران اصلي رول لري او کابل د طالبانو د مشر د فرمانونو پلي کوونکی دی. د طالبانو مشر ته نږدې څېرې د ښځو او نجونو پروړاندې د محدودیتونو په دوام کې اصلي رول لوبوي.
د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د طالبانو د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو سرپرستانو بدلون کړی او نوې څېرې هم له کندهار څخه امر اخلی او د طالبانو د مشر د سختو لیدلورو خلاف هېڅ پرېکړه نه کوي.
له عصري او علمي زدهکړو سره مخالفت؛ دیني زدهکړو ته د زمینې برابرول
اوسمهال زیات شمېر نجونې چې له زدهکړو پاتې دي، دیني مدرسو ته ځي او په دې مدرسو کې د ښځو او نجونو د ګډون لپاره هېڅ محدودیت نشته؛ خو ولې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې نه پرانیستل کېږي؟ د دې پوښتنې ځواب د دغو چارواکو په خبرو او لیدلورو کې پلټلای شو؛ د بېلګې په توګه د طالبانو قاضيالقضات مولوي عبدالحکیم حقاني، ښځې ناقصالعقل او ناقصالدین بولي، د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزیر شیخ خالد حنفي د ښځو او نارینهوو د زدهکړو په اړه د اسلام د پیغمبر خبرې بل ډول تفسیروي او د پوهنې وزارت سرپرست د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیستو لپاره د افغانانو دودونه او عقیدې د ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو لپاره پلمه کوي. دغه کړۍ نه ده چمتو شوې چې د ښځو حقونه ومني او اجازه ورکړي چې ښځې د آزاد انسان په توګه ژوند وکړي، زدهکړې وکړي او د خپل ژوند لپاره پرېکړه وکړي.
د طالبانو یو شمېر چارواکو د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه کړې او د اسلامي نړۍ علما نه یوازې د نجونو د زدهکړو په وړاندې کوم خنډ نهویني بلکې د نجونو د زدهکړو پر دوام هم ټینګار کوي؛ خو پرېکړه کوونکې کړۍ له قرآن او حدیثو پرته پر نورو زدهکړو باور نه لري او آن مخالف یې هم دي.

Leave A Comment