نړۍ کې د جمهوري نظامونو له منځه وړلو ته د طالبانو د قاضيالقضات د زوی هڅونه
د طالبانو د قاضيالقضات عبدالحکیم حقاني زوی عبدالغني میوندي پر خپله ټویټرپاڼه ټول جمهوري نظامونه د کفارو (غیرمسلمانانو) له خوا جوړ شوي بللي دي او د نړۍ له مسلمانانو یې غوښتي چې په خپلو هېوادونو کې د لوېدیځ نظامونه پایته ورسوي.
مولوي عبدالغني میوندي لیکلي: «اوسني جمهوري نظامونه کفارو جوړ کړي، کفار یې پر مخ وړی سي، د مسلمانانو په سیمه کې دا نظامونه نه چلېږي، نو ټول اسلامي هېوادونه دې خپل نظامونه اسلامي او هڅه دې دا وي، چې نور غربي نظامونو ته د پای ټکه کښېدول سي.»
د عبدالحکیم حقاني زوی په ټویټرپاڼه کې خپله څېره سانسور کړې او له دې مخکې د قضاء برخې له چارواکو څخه و.
عبدالغني میوندي د ابدي ژوند او منطق د فهم په اړه دوه کتابونه لیکلي دي.
د طالبانو قاضيالقضات مولوي عبدالحکیم حقاني د طالبانو مشر هبتالله حقاني ته نږدې کس دی او د دې ډلې په ډېرو سختو پرېکړو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو پر کار او زدهکړو د دې ډلې په بندیزونو کې یې مهم رول لرلی دی.
د طالبانو دغه چارواکي په یوه کتاب کې د اسلامي نظامونو په اړه لیکلي، ښځې ناقصالعقل او ناقصالدین دي او زیاته کړې یې ده چې د ښځو ځای په کور کې دی او هغوی باید پټې او د خلکو له سترګو لیرې وي.
عبدالحکیم حقاني په خپل کتاب کې راوستي: «هغه خلک چې خپل کارونه ښځو ته پرېږدي، په دنیا او اخرت کې نه بریالي کېږي.»
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]

