لوی ښودل او د اتلانتیک مجلې ناسم او ګمراهکوونکي معلومات
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په جلا وطنۍ کې د آمو ټلویزیون افغانان، له ۷۰۰۰ میله واټن څخه طالبان ځواب ویلو ته اړ باسي.»
له دغې لیکنې د چلوصاف ارزونې ښيي چې دا لیکنه له ناسمو او ګمراهکوونکو معلوماتو ډکه ده.
۱ـ اتلانتیک مجلې ددې لیکنې په یوه برخه کې ویلي: «کله چې وروستي امریکایي سرتېري [له افغانستانه] ساتګ وکړ، رسنۍ وپاشل شوې.»
ريښتیا ارزول:
رسنۍ ونه پاشل شوې، بلکې ودرېدې او خپلو فعالیتونو ته یې دوام ورکړ، خو ګڼ شمېر خبریالانو هېواد پرښود.
خپلواکې نظرپوښتنې ښيي چې د افغانستان کورنيو ټلویزیونونو خپل رول او مقام ساتلی او د هغو ټلویزیونونو په پرتله چې له بهره فعالیت کوي ډېر لیدونکي لري.
په افغانستان کې رسنۍ که څه هم له فشار او سانسور سره مخ دي؛ خو لا هم دا رسنۍ د هغو رسنیو لپاره چې له بهره فعالیت کوي د معلوماتو سرچینې دي.
۲ـ ددې لیکې په یوه برخه کې راغلي: «د کابل له سقوط وروسته، ددې شبکې خبریالان په ټول منځني ختیځ، اروپا، شمالي امریکا او نورو سیمو کې مېشت شول.»
ريښتیا ارزول:
دا شبکه د سقوط پرمهال نه وه او ددې شبکې مسوولین د نورو شبکو کارکوونکي وو. د جمهوریت له سقوطه یو کال وروسته آمو ټلویزیون فعالیت پیل کړ او د نورو رسنیو له هغې ډلې د کورنیو رسنیو کارکوونکي یې په دندو وګمارل.
۳ـ ددې لیکنې په بله برخه کې راغلي چې آمو ټلویزیون په افغانستان کې کابو سل خبریالان لري چې ډېری یې نجونې او له شلو تر ۳۰ کلنو ښځې دي او همداراز له هېواده بهر پنځوس خبریالان لري.
ريښتیا ارزول:
هېڅ رسنۍ آن تر ټولو لویه کورنۍ رسنۍ چې په افغانستان کې د فعالیت اجازه لري، په افغانستان کې یې د خبریالان شمېر سلو ته نه رسېږي.
له دې مخکې د چلوصاف ارزونو ښودلې وه، د آمو په ګډون یو شمېر رسنۍ چې له بهره فعالیت کوي، د کورنیو رسنیو خبریالان او رسنۍ ګماري. له رسنیو یو شمېر ملاتړي بنسټونو او د ځینو کورنیو رسنیو مسوولینو له چلوصاف سره په خبرو کې ددغو رسنیو پر چلند نیوکه کړې او د دوی دا کار یې د خبریالانو او تصویر اخیستونکو لپاره له خطره ډک بللی دی.
له دې مخکې طالبانو د کورنیو رسنیو یو شمېر خبریالان له هغو رسنیو سره د همکارۍ له امله چې له بهره فعالیت کوي نیولي دي.
د چلوصاف معلومات ښيي چې آمو ټلویزیون یو شمېر خبریالان د آزادو خبریالانو په توګه ګمارلي او د هر خبر د برابرولو په وړاندې دوی ته پیسې ورکوي؛ خو دا خبریالان ثابت معاش نهلري.
۴ـ ددغې شبکې مسوولینو له هغه خبریال سره په خبرو کې چې اتلانتیک مجلې ته یې لیکنه کړې، ادعا یې کړې، د آمو ټلویزیون هغه کارکوونکي چې د ۱۴۰۱ لمریز کال په کب میاشت کې په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوي وو، له څو اوونیو لابيګریو وروسته خوشي شول.
ريښتیا ارزول:
د تصویر سموونګر خلیل بنا څلور میاشتې د طالبانو په بند کې پاتې شو، د خلیل بنا د کورنۍ غړو د طالبانو له بنده له خوشي کېدو وروسته، چلوصاف ته وویل چې د آمو ټلویزیون مسوولینو آن یو ځل له دوی سره اړیکه نه ده نیولې او د آمو ټلویزیون یو کارکوونکی چې د نیول شویو کسانو له کورنیو سره په اړیکه کې و، له دغو کورنیو یې غوښتي وو چې له رسنیو سره خبرې ونه کړي.
د نیول شویو کسانو له کورنیو سره د آمو د مسوولینو اړیکه نه نیول د آمو ټلویزیون د یوه مسوول لهخوا هم تایید شوي وو.
۵ـ لیکوال د آمو ټلویزیون د مسوولینو له خولې لیکلي: د هغو ارزونو له مخې چې د آمو مسوولینو ترلاسه کړې، د میاشتې کابو شل میلیون تنه د آمو ټلویزیون انټرنیټي برخې ته لاسرسی لري.
ريښتیا ارزول:
د افغانستان د ډېرو مینهوال لروونکو ټلویزیونونو په اړه خپلواکې څېړنې ښيي چې آمو ټلویزیون په افغانستان له پنځو ډېرو لیدونکو لروونکو ټلویزوني چینلونو کې نه دی او روښانه نه ده چې دا ارزونې څه ډول او په کوم معیار برابرې شوې دي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]