څه ډول یو خبر ګمراه کوونکی کېږي؟

خپور شوی: January 28, 2024Categories: Uncategorized @ps

افغانستان انټرنشنل شبکې د طالبانو د امربالمعروف ادارې له خوا د افغان نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښو په خپرولو کې، د «تور» او «بدحجابۍ» له کلیمو کار اخلي، ددغو کلیمو کارول منفي اړخ لري او ګمراه‌کوونکي دي.
ولې دا کلیمې ګمراه کوونکې دي؟
تور تر ډېره مجرمانه کړنو ته کارول کېږي، البته د جرم له ثابتېدلو مخکې، «بدحجابي» د ایران د اسلامي جمهوریت د ګشت ارشاد له‌خوا جوړه شوې کلیمه ده او په همدې پلمه په ایران کې نجونې ځپي. خو په افغانستان کې هغه نجونې چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري نیول شوې له نورو نجونو سره یې توپیر نه درلود او د دوی حجاب هم له نورو نجونو سره دومره توپير نه درلود.
له بلې خوا، د دواړو کلیمو کارول ناسم او ګمراه‌کوونکي دي.
توضېح
په وروستیو ورځو او اوونیو کې، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو د ناوړه چلند په اړه راپورونه او سندونه خپاره شوي دي.
د نجونو نیول د افغانستان په کلتور کې ناوړه او ناخوښ عمل دی، خو دا اداره نجونې د ټولو په مخکې نیسي.
د طالبانو په لومړۍ دوره کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې نجونې نیولې؛ خو په دې دوره کې دغې ادارې د نجونو نیولو ته مخه کړې چې د ناخوښۍ خبر دی.