ایا د طالبانو په روغتیا وزارت کې ۱۵۰ زره ښځې کار کوي؟
طلوع نیوز له یوې مالیزیايۍ رسنۍ سره د طالبانو د روغتیا وزارت د سرپرست قلندر عباد له قوله خبر لیکلی چې ناسم او ګمراهکوونکي معلومات لري.
طلوع نیوز ددغو خبرو د معلوماتو له ريښتیا ارزولو پرته، د قلندر عباد له قوله لیکلي: «د روغتیا په برخه کې ۱۵۰ زره ښځې کار کوي چې لوی شمېر دی. په تېر حکومت کې دومره شمېر ښځو کار نه کاوه. موږ هغه مېرمنې چې په بېلابېلو برخو کې تجربه لري د روغتیا په برخه کې په کار ګمارو.»
د روغتیا وزارت د مخکینیو چارواکو د شمېرو له مخې، د افغانستان د روغتیا په برخه کې ټول دولتي او نادولتي کارکوونکي له ۴۰ زره تنو کم وو، په دوی کې د نادولتي او مرستندویه بنسټونو کارکوونکي شامل وو. له ټولو دولتي او نادولتي کارکوونکو کابو څلوېښت سلنه ښځې وې.
دغه طالب چارواکي ویلي چې د دوی په حکومت کې د روغتیا په برخه کې د ښځینه کارکوونکو شمېر د جمهوریت له دورې زیات دی؛ خو هېڅ داسې راپور او سند نشته چې ددغه وزارت کارکوونکي څو برابره شوي وي.
په داسې وضعیت کې چې نجونې د زده کړو او پوهنتونونو ته د تلو اجازه نه لري او همداراز له طب پوهنتون څخه فارغې شوې نجونې د آزموینې په تمه دي ترڅو خپل فعالیت پیل کړي او تراوسه دوی ته د کار اجازه نه ده ورکړ شوې، دا ادعا ناسمه او معلومات ګمراهکوونکي دي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]