بیا هم د داسې چا د مړینې خبر چې ژوندی دی
رسنیو دا ځل د افغانستان د رسنیو د پېژندل شوې څېرې عبدالحی عابر د مړینې ناسم خبر خپور کړ.
دا خبر پر فېسبوک پاڼه د اوازې له خپرېدو وروسته رسنیو ته رسېدلی دی.
یو شمېر خبریالانو هم د عبدالحی عابر په اړه پر ناسمو خبرونو باور وکړ او په خپلو ټولنیزو پاڼو کې یې دا خبر خپور کړ.
ډېری رسنیو د افغانستان له رسنیو د ملاتړي بنسټ د خبرپاڼې له خپرېدو وروسته دا دروغ او ناسم خبر د همدې خبرپاڼې له مخې خپور کړ.
عبدالحی عابر د افغانستان د رسنیو تر ټولو پېژندل شوې څېره ده.
په تېرو څلورو میاشتو کې رسنیو لږ ترلږه د څلورو ژوندیو کسانو د مړینې ناسم خبرونه خپاره کړي دي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]