د زنداني خبریالانو په اړه د یوناما ګمراهکوونکي معلومات او د آمو ټلویزیون چوپتیا
په افغانستان کې د ملګروملتونو استازولۍ، په مې او جون میاشتو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه راپور خپور کړی چې ددغه راپور معلومات لږ ترلږه د خبریالانو د نیولو په برخه کې ناسم او ګمراهکوونکي دي.
په دې راپور کې یوازې د مرتضی بهبودي نوم لیکل شوی چې د طالبانو په زندان کې دی، په داسې حال کې چې تایید شوي معلومات ښيي د یوناما راپور تر خپرېدو پورې لږ ترلږه درې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو په بند کې وو.
۱. مرتضی بهبودي – د نیولو ورځ د ۱۴۰۱ کال د مرغومي اوولسمه
۲. خلیل بنا – د آمو ټلویزیون تصویر ایډېټر- د نیولو ورځ د ۱۴۰۱ د کب ۲۱مه
۳. نصرت مهدي – د آمو ټلویزیون تصویر اخیستونکی – د نیولو ورځ د کب ۲۱مه
آمو ټلویزیون تراوسه په دې اړه چوپتیا غوره کړې او آن د آمو ټلویزیون مسوولینو هڅه کړې له خپلو دغو دوو کارکوونکو سره خپله کاري رابطه پټه کړي.
له دې سره سره د آمو ټلویزیون یوه مسوول ویلي چې د خلیل بنا او نصرت مهدي د خوشي کولو لپاره چوپې؛ خو پرلپسې هڅې روانې دي.
د آمو ټلویزیون دغه مسوول ویلي چې دا موضوع یې په افغانستان کې د ملګروملتونو له چارواکو سره هم شریکه کړې، که یې ریښتیا هم دا موضوع په افغانستان کې د ملګروملتونو له دفتر سره شریکه کړې وي، د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د نیولو په هکله دا راپور ګمراهکوونکی دی.
خلیل بنا او نصرت مهدي څه ډول ونیول شول؟
خلیل بنا او نصرت مهدي د تېر کال د کب په ۲۱مه په کابل کې د جګړې او سولې انستیتوت له دفتره ونیول شول، یوې سرچینې چلوصاف ته وویل چې په دې ورځ طالبانو د جګړې او سولې انستیتوت شپږ کارکوونکي هم نیولي دي.
سرچینو ویلي طالبانو د دغو اتو تنو مخونه په تورو کڅوړو پټ کړل او د طالبانو د استخباراتو د ۴۰ ریاست زندان ته یې ولېږدول – وروسته بیا د جګړې او سولې انستیتوت پنځه کارکوونکي خوشي شول؛ خو دوه د آمو ټلویزیون کارکوونکي او یو د جګړې او سولې انستیتوت کارکوونکی تراوسه د طالبانو استخباراتو د ۴۰ ریاست په بند کې دي.
خلیل بنا د تصویر اېډیټر او نصرت مهدي تصویر اخیستونکی و.
د طالبانو په بند کې د اعتراض کوونکو مېرمنو په هکله د مستند لپاره د تصویر او مرکو لېږل د آمو ټلویزیون د دغو دوو کارکوونکو وروستي کارونه وو.
دغه دوه تنه د آمو ټلویزیون له یوټیوب څخه د دې مستند له خپرېدو څلور ورځې وروسته، د جګړې او سولې انستیتوت له دفتره د طالبانو لهخوا ونیول شول.
د خپلو دوو کارکوونکو په اړه د آمو ټلویزیون ګمراهکوونکي معلومات
په داسې حال کې چې د آمو ټلویزیون لپاره د خلیل بنا او نصرت مهدي کارونه روښانه و؛ خو د خبریالانو او له خبریالانو دفاع کوونکو دوو معتبرو سرچینو چې غوښتل یې د آمو ټلویزیون د دغو دوو کارکوونکو په اړه راپور جوړ او عدالت غوښتنه وکړي، چلوصاف ته وویل چې د آمو ټلویزیون یوه مسوول دوی ته ویلي چې خلیل بنا او نصرت مهدي د جګړې او سولې انستیتوت کارکوونکي وو نه د دغه ټلویزیون کارکوونکي.
ددغه ټلویزیون یوه مسوول تایید کړې چې دواړه د آمو ټلویزیون کارکوونکي وو او د جګړې او سولې انستیتوت له دفتره یې نیمه ورځ له دغه ټلویزیون سره کار کاوه، په آمو ټلویزیون کې همدې سرچینې آمو ته وویل چې د آمو او جګړې او سولې انستیتوت ترمنځ هېڅ رابطه نشته او یوازې د دې انستیتوت له دفتره په کابل کې د آمو ټلویزیون د کارونو لپاره کار اخیستل کېده.
هغه سندونه چې چلوصاف لیدلي، ښيي چې د جګړې او سولې انستیتوت او آمو ټلویزیون د کارکوونکو ترمنځ رسمي قرارداد کې د آمو ټلویزیون د بشري منابعو د برخې مسوول لاسلیک کړی دی.
د چلوصاف معلومات ښيي چې د آمو ټلویزیون یو شمېر کارکوونکي د جګړې او سولې له انستیتوت سره کاري قرارداد لري؛ خو له آمو ټلویزیون سره یې کار کاوه او له همدې ټلویزیون څخه یې معاش اخیست.
په آمو ټلویزیون کې سرچینو د دغه کار لامل کابل کې د دې ټلویزیون د کاري جواز نشتون بللی دی.
د لومړي ځل لپاره د آمو ټلویزیون د خبر برخې مخکینۍ مدیرې انیسې شهید د چنګاښ میاشتې په ۱۱ نېټه پر خپله ټویټرپاڼه د خپلو مخکینیو همکارانو خلیل بنا او نصرت مهدي د نیول کېدو په تایید د عدالت غوښتنه وکړه.
هشت صبح ورځپاڼې هم د چنګاښ په ۲۰ نېټه په یوه راپور کې د خلیل بنا او نصرت مهدي زنداني کېدو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې هغوی د آمو ټلویزیون کارکوونکي وو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د چنګاښ په ۲۷ نېټه پرته له دې چې د آمو ټلویزیون د دغو دوو کارکوونکو نوم واخلي، د هغوی نیول کېدل تایید کړي او دوی یې خبریالان معرفي کړي دي.
د رسنیو چوپتیا
د آمو ټلویزیون یو مسوول چې د دې موضوع د رسنیز کېدو مخالف دی، ویلي چې د مطیع الله ویسا لپاره عدالت غوښتنې او د رسنیو راپورونو برعکس پایله لرلې او د هغه آزادي یې ځنډولې ده، له همدې امله نه غواړي د راپور په خپرولو او عدالت غوښتنې سره د دغو دوو تنو خوشي کېدل وځنډول شي؛ خو د آمو ټلویزیون دا دوه کارکوونکي د مطیع الله ویسا له نیولو وړاندې زنداني شوي وو او مخکې له دې چې د مطیع الله ویسا لپاره عدالت غوښتنه بېګټې ثابته شي، آمو ټلویزیون د هغوی لپاره د عدالت غوښتنه ونهکړه.
د خلیل بنا پلار عبیدالله عزیزي چې له څو اونیو – د ده په خپله وینا څه د پاسه دوې میاشتې – وروسته بریالی شو خپل زوی په زندان کې وویني، چلوصاف ته وايي چې د آمو ټلویزیون له اداري برخې ورته ویل شوي چې دا موضوع رسنیزه نه کړي او تل ورته ویل شوي چې زوی به یې ډېر ژر خوشی شي.
د اطلاعات روز چوپتیا
د آمو ټلویزیون تصویراخیستونکی نصرت مهدي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د کار مخینه لري، د معلوماتو له مخې نصرت د هغو کسانو په نوملړ کې و، چې باید له افغانستانه وتلی وای؛ خو افغانستان کې پاتې شو او وروسته یې له آمو ټلویزیون سره کار پيل کړ.
اطلاعات روز ورځپاڼه د نصرت مهدي د نیولو په اړه خبر لري، ظاهراً د دې خبر د خپرولو لامل د نصرت مهدي د کورنۍ مخالفت بولي.
آیا اطلاعات روز ورځپاڼه د خپلو ټولو راپورونو په خپرولو کې همدا معیار رعایتوي؟
اطلاعات روز ورځپاڼې د نورو خبریالانو د نیولو په اړه راپور ورکړی، لکه څنګه چې د چنګاښ په ۲۷ نېټه یې د افغانستان د خبریالانو مرکز له خبرپاڼې د عرفان الله بیدار له نیولو خبر جوړ کړ. په همدې خبر کې یې لیکلي چې اوسمهال درې خبریالان د طالبانو په بند کې دي.
د دې چوپتیا پایلې
د خلیل بنا او نصرت مهدي دندې آمو ټلویزیون ته د خبرونو رسوول او د تصویرونو لېږل وو او د دغه ټلویزیون لپاره د کار پرمهال د جګړې او سولې انستیتوت له دفتره د طالبانو له خوا ونیول شول.
د یوناما په راپور کې د آمو ټلویزیون د دې دوو کارکوونکو نوم نشته او د بشري حقونو بنسټونو په راپور کې هم په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
د بشري حقونو د یوه نړیوال بنسټ مسوول چلوصاف ته وايي چې آمو ټلویزیون تر اوسه د خپلو کارکوونکو نیول کېدل له دغه بنسټ سره نه دي شریک کړي.
د دې بنسټ مسوول وايي، چې د دې پېښې رسنیز کېدل کولای شي د پراخې عدالت غوښتنې زمینه برابره کړي؛ خو که دا موضوع پټه پاتې شي، کولای شي ناوړه پایلې ولري او د هغوی د زندان موده لا اوږده شي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]