د یوې پېښې لوی ښودل

خپور شوی: February 5, 2024Categories: د حقیقت معاینه

د یوې پېښې لوی ښودل
آمو ټلویزیون په یوه راپور کې چې د شنبې په ورځ خپور شوی، د دوحې ناسته «د افغانستان لپاره ترټولو مهمه» بللې ده.
دغې رسنۍ په دې جملې سره خبر پیل کړی: «تمه کېږي چې د فبرورۍ میاشتې پر ۱۸ – ۱۹ دوحه د افغانستان په اړه د ترټولو مهمې ناستې کوربه وي.»
ريښتیا ارزول
د «ترټولو مهمې» کلیمې کارول د داسې ناستې لپاره کارول کېدای شي چې په ريښتیا هم ترټولو هغو ناستو چې د افغانستان په تړاو ترسره شوې مهمه وي؛ خو د ملګرو ملتونو او ګډونوالو دا ډول ادعا نه ده چې د افغانستان په اړه د دوحې ناسته به «ترټولو مهمه» وي.
د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، چې په دې ناسته کې به د ښځو او مدني ټولنې استازي هم ګډون وکړي؛ خو دا یې نه دي ویلي چې دغه ناسته به «ترټولو مهمه» وي.
طالبانو ویلي، چې د دوی استازی به په دې ناسته کې ګډون وکړي.
د هرې ناستې رامنځته کېدل د افغانستان پر وضعیت اغېز کولای شي؛ خو د دا ډول کلیمو کارول کېدای شي لوی ښودل او ګمراه‌کوونکي وي.