د یوه نوموتي سندرې جوړونکي نوم بدول
د یوه نوموتي سندرې جوړونکي نوم بدول
افغانستان انټرنشنل په تېرو دوو ورځو کې د افغانستان د هنرمند او سندرو جوړونکي امیر جان صبوري د حضور په اړه خبرونه خپاره کړي او د هېواد پر دغه نوموتي هنرمند یې د نیوکو زمینه برابره کړې ده.
آمو ټلویزیون هم له افغانستان انټرنشنل شبکې په پیروۍ په خپل خبر کې په دغه ناسته کې د امیر جان صبوري د ګډون خبره کړې ده.
افغانستان انټرنشنل په دې اړه له یو شمېر خبریالانو او مخکینیو چارواکو سره هم د دې حضور په غندلو خبرې کړې او د دې ګډون په هکله یې د فېسبوک یوه لیکنه هم خپره کړې ده.
افغانستان انټرنشنل د هغو کسانو په منځ کې چې د موضوع په اړه نه پوهېږي د هېواد د یوه نوموتي هنرمند د بد نامولو زمینه برابره کړه؛ پرته له دې چې د دې حضور په لامل پوه شي.
ریښتیا ارزول
سرچینو چلوصاف ته وویل چې په ازبکستان کې د افغانانو ټولنې رییس یو شمېر هغه افغانان چې په تاشکند کې ژوند کوي، ازبکستان کې د افغانستان سفیر د کار د پای په مراسمو کې د ګډون لپاره رابللي وو او امیر جان صبوري هم اړ شو چې دغه بلنه ومني.
دا سرچینې چلوصاف ته وايي، امیر جان صبوري نه پوهېده چې د طالبانو سفیر هم هلته شته.
ولې په دغه ډول مراسمو کې د ګډون ته اړ کېدل؟
په ازبکستان کې د افغانانو ټولنې رییس د ازبکستان دولت او افغانانو ترمنځ همغږۍ کوونکی دی او په دې هېواد کې د افغانانو ستونزې هواروي.
په ازبکستان کې د افغانانو فعالیت او حضور په دې هېواد کې د افغانانو ټولنې له خوا ترسره کېږي او دا ټولنه د استوګنې غځولو او په دې هېواد کې د فعالیت لپاره له افغانانو سره مرسته کوي، له همدې امله ټول افغانان اړ دي چې له دې ټولنې سره ښې اړیکې ولري او د دې بنسټ له خدماتو بېبرخې نه شي.
هغه افغانان چې په ازبکستان کې دي، باید د خپل استوګنې دورې له پایته رسېدو وروسته د استوګنې اسناد تمدید کړي او اوسمهال چې افغانستان ته نه شي تلای، اړ دي د خپلو اسنادو د تمدید لپاره له دې ټولنې سره اړیکه وساتي.
ازبکستان له پخواني شوروي جلا شوی جمهوریت دی او هغه کسان چې په لوېدیځ کې ژوند کوي باید تمه ونه لري چې په دې هېواد کې افغانان د لوېدیځ هېوادونو په شان ازادي ولري. ترټولو کوچنۍ سرغړونه به هم د دغو افغانانو د ایستلو لامل شي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]