له لیرې ځایه د خبریالۍ ستونزې
یو شمېر رسنۍ چې له بهر څخه فعالیت کوي په ځانګړې توګه افغانستان انټرنشنل په هغو تصویرونه چې له کابل څخه یې ترلاسه کوي، خبر جوړوي.
د افغانستان انټرنشنل شبکې د «روایت شما» برخې په یوه لنډ خبر کې چې د همدې اونۍ د شنبې په ورځ خپور شوی، ادعا شوې چې «طالبانو د دې حوزې [د کابل ترکارۍ پلورلو بازار] له کراچۍ لرونکو په جبري توګه د سلګونه زره افغانیو له اخیستو وروسته د دوی کراچۍ غصب کړې دي.»
ريښتیا ارزول
دا خبر د یوه هېوادوال د تصویر پر بنسټ جوړ شوی؛ خو له هېچا سره په دې اړه خبرېاترې نه دي شوې.
دا شبکه نه شي کولای په افغانستان کې فعالیت ورکړي، له همدې امله دا ډول خبرونه نه تایید شوي او ګمراهکوونکي دي.
ولې نه تایید شوي او ګمراهکوونکي؟
دغه لنډ خبر کېدای شوای د «کراچۍ لرونکو» د فعالیت د مخنیوي په اړه وي او د دې مخنیوي په اړه هم باید پوښتنه وشي؛ خو د سلګونه زرو افغانیو او د طالبانو باج اخیستو دا خبر پر ناسمه لار بېولی.
هغه رسنۍ چې افغانستان کې خبریال نه لري تر ډېره په اوازو او ګنګوسو دوکه کېږي او ناسمو او نه تایید شويو خبرونو د دې رسنیو اعتبار ته زیان رسولی دی.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]