د یوه غیر مسلکي او ګمراهکوونکي کار بېلګه
پژواک خبري آژانس د دوو لېوانو انځور په خپرولو خبر ورکړی چې په پروان ولایت کې دوه واورین پړانګان د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دا خبر نه یوازې ناسم دی بلکې د یوه غیرمسلکي او ګمراهکوونکي کار بېلګه ده.
ريښتیا ارزول
پژواک خبري آژانس په یوه خبر کې چې د سهشنبې په ورځ یې خپور کړی لیکلي: «په پروان ولایت کې دوه واورین پړانګان د شلو وزو او پسونو له داړلو وروسته د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.»
په یوه تصویر کې چې پژواک خبري آژانس خپور کړی دوه لېوان پکې لیدل کېږي، خو په زړه پورې ده چې پژواک خبري آژانس څنګه نه دی توانېدلی د واورین پړانګ او لېوه ترمنځ توپير وکړي.
په پروان ولایت کې خبریالان تاییدوي چې دا ډول خبر په دغه شان تصویر سره دوی ته هم رسېدلی؛ خو پژواک خبري آژانس ددغه ډول حیوان په اړه له ريښتیا آزمویلو پرته هغه خپور کړی دی.
ولې واورین پړانګ په پروان ولایت کې نشته؟
واورین پړانګ د پامیر غرونو په سیمو کې ژوند کوي، خو ددغو پړانګانو شمېر کم دی، د ژوو برخې شنونکي چې دا پړانګ یې موندلی ویلي چې دا پړانګ د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او چین ترمنځ تګ راتګ لري.
داړونکی لېوه
داړل د لېوه یوه ځانګړنه ده، لېوه په ډلهييز ډول برید کوي او نه یوازې ښکاریز بلکې ګڼ شمېر حیوانات داړي.
ددغو دوو حیواناتو څېرې هم سره توپیر لري، واورین پړانګ د پيشو له کورنۍ څخه دی او لېوه د لېوه له کورنۍ، څه ډول شونې ده چې یو خبریال او خبري آژانس د دغو دوو حیواناتو ترمنځ توپير ونه شي کړای او ناسم تصویر او معلومات خپاره کړي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]