آیا دا شونې ده چې په یوه کلي کې یوازې یو تن د لیک لوست وړتیا ولري؟

خپور شوی: December 14, 2023Categories: د حقیقت معاینه

طلوع نیوز په یوه راپور کې چې د لیندۍ په اتلسمه نېټه یې خپور کړی ادعا کړې چې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د بېک‌سمند درې په ذوالقاعدې کلي کې د دې کلي یوازې یو اوسېدونکی د لیک لوست وړتیا لري.
ريښتیا ارزول
د طلوع‌نیوز خبریال په دې راپور کې د نوموړي کلي له څو تنو اوسېدونکو سره خبرې کړې او دوی دا ادعا په دغو خبرو کې مطرح کړې ده.
ددغه راز معلوماتو ترلاسه کول د یوه کلي له ټولو یا ډېری اوسېدونکو پوښتنو ته اړتیا لري او یوازې له څو تنو سره خبرې کول د دې ادعا د بیانولو لپاره معیار نشي کېدای.

د طالبانو د پوهنې وزارت غبرګون
د طالبانو د پوهنې وزارت د طلوع نیوز د دې خبر په غبرګون کې ددغه کلي له یو شمېر اوسېدونکو او په میدان وردګو ولایت کې د پوهنې له کارکوونکو سره خبرې کړې او ددغه راپور معلومات یې رد کړي دي.
د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست یو کارکوونکی ددې راپور په غبرګون کې وایي، ټول هغه کسان چې عُمرونه یې له دېرشو کلونو ټیټ دي د لیک لوست وړتیا لري او که ددغه کلي د نالوستۍ ادعا ثابته شي له دندې به استعفا وکړي.

د طلوع نیوز لیدلوری
په طلوع نیوز کې سرچینو له چلوصاف سره په خبرو کې تایید کړې چې دا راپور په بیړه برابر شوی و او معلومات یې ناسم وو.