د معلوماتو لوی ښودل

خپور شوی: January 2, 2024Categories: د حقیقت معاینه

افغانستان انټرنشنل د بې‌پولې خبریالانو بنسټ د یوه راپور له قوله لیکلي، چې افغانستان ویتنام او روسیه د خبریالانو لپاره ترټولو خطرناک هېوادونه دي.
دغې شبکې د دې راپور له قوله لیکلي: «یاد سازمان په نوي راپور کې لیکلي، طالبانو په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې ۲۱ خبریالان نیولي او اوس‌مهال درې خبریالان د دې ډلې په زندان کې دي.»
افغانستان انټرنشنل لیکلي: «بې‌پولې خبریالانو ویلي په افغانستان، ویتنام او روسیه کې خپلواکه خبریالي له ماتې سره مخ شوې او پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته خبریالان ځورول شوي دي.»
ریښتیا ارزول:
بې‌پولې خبریالانو په دې راپور کې په افغانستان، ویتنام او روسیه کې د آزادې خبریالۍ د ماتې او له منځه تلو په اړه لیکلي؛ خو د بې‌پولې خبریالانو په راپور کې د خبریالانو لپاره د ترټولو خطرناک هېواد ادعا نه تر سترګو کېږي.
افغانستان انټرنشنل په دې نوملړ کې د افغانستان د یادولو لامل د طالبانو له خوا د خبریالانو نیول کېدل بولي؛ خو د بې‌پولې خبریالانو د راپور پر بنسټ چین، برما، بلاروس او ویتنام هغه هېوادونه دي چې د خبریالانو د نیول کېدو ترټولو ډېرې پېښې پکې شوې دي.
په معلوماتو کې تناقص:
افغانستان انټرنشنل په دې راپور کې د چین په اړه هم لیکلي، چې د زنداني خبریالانو ترټولو زیات شمېر لري؛ د اسراییلو او په فلسطین کې یې هم د خبریالانو د نیولو په اړه لیکلي؛ خو چین او اسراییل د انټرنشنل د راپور په سر کرښو کې نشته او یوازې افغانستان برجسته شوی.
بې‌پولې خبریالانو د هغو خبریالانو شمېر چې سعودي عربستان کې نیول شوي ۲۴ بللی، خو دغې شبکې د سعودي عربستان نوم هم نه دی اخیستی.
د چلوصاف یاددښت:
افغانستان کې د رسنیو پر کار په شته محدودیتونو سترګې نه پټېږي؛ خو د بې‌پولې خبریالانو بنسټ د افغانستان نوم په سر کې نه دی راوستی، افغانستان انټرنشنل په دې راپور کې د افغانستان په تړاو معلومات لوی ښودلي او ناسم دي.
چلوصاف د هېچا پر ضد او ترڅنګ نه دی، یوازې کره معلومات خپروي.