ګاونډی څوک دی؟
افغانستان انټرنشنل په یوه راپور کې چې د مرغومي په نهمه نېټه یې خپور کړی، قزاقستان او قرغزستان یې د افغانستان ګاونډي هېوادونه بللي دي.
د دې راپور لیکوال له اغراقه ډکو او نه تایید شویو کلیمو له کارولو اخوا، عشقآباد په ازبکستان کې بولي، ښايي په تېروتنې سره یې سمرقند ښار عشقآباد لیکلی وي.
پاکستان، ایران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او چین د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او ټول له افغانستان سره پوله لري، قرغزستان او قزاقستان له افغانستان سره ګډه پوله نه لري.
د کلیمو په کارولو کې اغراق
د ځینو کلیمو کارول لکه: ژورې اړیکې، ګرمې اړیکې، اصلي هسته آن له یوه نژاد سره د یوه هېواد محدودول او په څو هېوادونو پورې د یوه نژاد تړل هم ناسم دي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]