د آمو ټلویزیون له‌خوا بیا ناسم خپرول

خپور شوی: January 25, 2024Categories: د حقیقت معاینه

آمو ټلویزیون د سه شنبې په ورځ هرات کې د نجونو د پلور په اړه یو خبر جوړ کړی چې د دې خبر معلومات ناسم دي.
آمو ټلویزیون لیکلي، واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې د هرات په «شهرک سبز» کې ۱۱۸ نجونې د دوی د کورنیو له‌خوا پلورل شوې دي.
په دې خبر کې وايي چې دغو کورنیو خپلې لوڼې د بېوزلۍ له امله پلورلې او ۱۱۶ نورې کورنۍ د خپلو لوڼو د پلورلو په تمه او لټه کې دي.
آمو ټلویزیون لیکلي دي: «هرات کې کورنۍ په داسې حال کې خپلې لوڼې پلوري چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په پای کې طالبانو اعلان وکړ، چې نجونې باید د ملکیت په توګه ونه‌ګڼل شي او باید واده ته رضایت ولري.»
د دې خبر په خپرولو کې آمو ټلویزیون د څو نجونو تصویرونه بیا خپاره کړي دي.
رښتیا ارزول:
آمو ټلویزیون د دې خبر معلومات د «د واده لپاره ډېر ځوان» بنسټ د رییس له‌خوا لیکلي، واشنګټن پوسټ دا لیکنه د لیدلوري په برخه کې خپره کړې ده.
آمو ټلویزیون له دې لیکنې یوازې د نجونو د پلور برخه رااخیستې ده.
دا لیکنه واشنګټن پوسټ ته لېږل شوې، د دې رسنۍ راپور نه دی.
په دې لیکنه کې چې په یوه ډول «د واده لپاره ډېر ځوان» بنسټ فعالیت ته پام شوی، پکې راغلي چې دغو کورنیو د خپلو لوڼو د ودونو لپاره پیسې اخیستې دي او څو کورنیو د خپلو لوڼو د واده لپاره له خپلې پرېکړې ډډه کړې ده.
دغه کورنۍ د خپلو ماشومانو د واده لپاره پیسې اخلي، ترڅو له بلوغ وروسته خپلې لوڼې د خاوند کور ته ولېږي.
افغانستان کې د ماشومانو پلور شته؛ خو هغه څه چې په دې لیکنه کې راغلي د نجونو د واده پروړاندې د پیسو اخیستل دي، دا چاره په ټولنه کې له ناسم کلتور څخه راپیدا شوې او د نجونو پلورل یې نه شو بللی، نه یوازې په هرات بلکې د افغانستان په ډېری برخو کې کورنۍ د نجونو د واده لپاره د زوم له کورنۍ پیسې اخلي، ان د هېواد په ځینو سیمو کې د نجونو د واده په بدل کې څاروي لکه، غوا، پسه او آس اخیستل کېږي.
په دې لیکنه کې راغلي، چې کورنۍ د بېوزلۍ له امله د خپلو ماشومانو د ودولو په بدل کې پیسې اخلي، د هېواد په ډېری برخو کې کله چې د هلک او نجلۍ ترمنځ رضایت هم وي، کورنۍ د نجونو د واده په بدل کې پیسې اخلي.
د قرباني ماشومانو د تصویرونو خپرول
هم واشنګټن پوست او هم آمو ټلویزیون د هغو نجونو څېرې ښيي چې د دوی په اړه یې لیکلي؛ د ماشومانو په ځانګړې توګه د قربانیانو د څېرې ښودل ناسم کار دی.