پر هر خبر باور مه کوئ

خپور شوی: February 3, 2024Categories: د حقیقت معاینه

د جمعې په ورځ هشت‌صبح ورځپاڼې، آمو ټلویزیون او افغانستان انټرنشنل شبکې په شان رسنیو په کابل کې د امریکايي دیپلوماتانو د حضور د ارزولو په اړه خبر خپور کړ.
دا خبر یې د امریکا غږ له قوله خپور کړ؛ خو هغه یې د امریکا متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزارت سره نه و تایید کړی.
ريښتیا ارزول
دا خبر خپور شو؛ خو وروسته آمو ټلویزیون خپل خبر اصلاح کړ او د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یې د سرچینو له قوله ولیکل چې د طالبانو په وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دریځ نه دی بدل شوی او په نږدې راتلونکي کې دا ډول پروګرام نشته.
افغانستان انټرنشنل شبکې هم په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د یوه ویاند له قوله دا خبر رد کړ.
د نه تایید شویو خبرونو او ګونګوسو په لومه کې
رسنۍ په تېره بیا هغه رسنۍ چې له بهره د افغانستان لپاره کار کوي د یوه خبر په لیدلو سره هڅه کوي په خپرولو کې یې وروسته پاتې نه‌شي له همدې امله ډېری خبرونه له ريښتیا ارزولو مخکې خپروي.