په ژباړه کې لاسوهنه
اطلاعات روز ورځپاڼې د سلواغې میاشتې پر ۱۲ په دې سرلیک یو راپور خپور کړ:
«د امریکا پخوانی پوځي چارواکی: هزاره وګړي له پېړیو راهیسې له ځپلو او قومي ځورونې سره مخ دي.»
آیا دغه پخواني امریکايي پوځي پېړۍ ویلي که اطلاعات روز ورځپاڼې اصلاح کړې دي؟
د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې په ناسته کې پخواني امریکايي پوځي جسټنسپ افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د مخکینیو همکارانو په اړه شاهدي ورکوله او د همکارانو له منځه یې د بېلګې په توګه د دوو همکارانو جزییات مطرح کړل.
په ژباړه کې لاسوهنه
دغه پخوانی امریکايی پوځي په دې ناسته کې د ګواښوونو او قومي تعصب په اړه وايي او زیاتوي چې «هزارهګان سلګونه کاله کېږي چې له ځپلو او قومي ځورونې سره مخامخ دي.»
څوک ادعا نشي کولای چې د افغانستان هزاره وګړي له سلګونه کلونو راهیسې له تعصب او ځورونې سره مخ وو، ځکه چې کیسه د امیر عبدالرحمن له دورې پیل شوه – د نولسمې پېړۍ پای – او تر دې دمه چې ۱۵۰ کاله یې کېږي.
اطلاعات روز ورځپاڼې سلګونه کلونو ته پېړۍ لیکلې، دا بدلون او اصلاح کولای شي سم مفهوم ورسوي یعني د ۱۹ پېړۍ له وروستیو کلونو پیل او تر اوسه چې د ۲۱ پېړۍ درېیمه لسیزه ده دوام لري؛ خو په اصل کې دغه پخواني امریکايي پوځي، پېړۍ نه دي یادې کړې.
ښايي د اطلاعات روز ورځپاڼې همکاران ووايي چې دواړه یوه مانا لري؛ خو د دغو دواړو کلیمو کارول توپیر کوي او په دا ډول ناستو کې د شاهدي ورکولو لپاره کره کلیمې کاروي، له همدې امله د جسټن سپ له خوا د سلګونه کلونو کارول ناسم دي او اطلاعات روز ورځپاڼې بدلون ورکړی او په سرلیک کې یې راوستې.
توضیح
د هزارهوو ځپل او پروړاندې یې دوهګونی چلند چې پیل یې د عبدالرحمن خان له دورې څخه و، په تاریخ کې ثبت دي او څوک ترې انکار نه شي کولای؛ خو د ژباړې په خبر رسولو کې باید امانت ته پام وشي.
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]