له طلوع نیوز څخه په ګمراه‌کوونکې توګه د متقي د څرګندونو خپرېدل

خپور شوی: February 9, 2024Categories: د حقیقت معاینه

طلوع نیوز د امیرخان متقي له قوله لیکلي: «شل کاله د بشري حقونو تر پوښښ لاندې ترهګري وشوه.»
ددغه راپور له مخې، متقي له ۲۰۰۱ کال وروسته پر بمباریو او زنداني کولو نیوکه کړې ده.
د طلوع نیوز دا خبر یو اړخیز او ګمراه‌کوونکی دی.
طلوع نیوز د دیپلوماسۍ محصلینو فراغت له مراسمو یو خبر خپور کړی چې په هغې کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د امریکا او د هغې د متحدینو پر شل کلن حضور نیوکه کړې ده.
ريښتیا ارزول
په افغانستان کې هېڅ شئ تور او سپین نه دي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په شل کلن حضور کې څه د پاسه ۴۶ زره ملکي وګړي وژل شوي، بهرنیو پوځیانو او د جمهوریت دورې وسله والو ځواکونو هم د ملکي وګړو په تلفاتو کې رول درلود او په جنګي جرمونو هم تورن شوي دي؛ خو د طالبانو په وړاندې او د تېرو شلو کلونو په ملکي تلفاتو کې د دې ډلې د رول په اړه تورونه ډېر پيکه دي.
په دې ډول منځپانګې او یو اړخیز ډول سره د دغه راز راپورونو خپرېدل یو اړخیز دي.