په کابل کې د پنځو تنو وژل کېدل «بشپړ دروغ» دي

خپور شوی: February 14, 2024Categories: د حقیقت معاینه

افغانستان انټرنشنل شبکې د سه‌شنبې په ورځ راپور ورکړی چې په کابل کې د طالبانو د ډزو له‌امله په یوه موټر کې پنځه سپاره کسان ووژل شول؛ په کابل کې هېڅ سرچینې دا خبر تایید نه‌کړ تر دې چې طالبانو ددغه خبر معلومات «بشپړ دروغ» وبلل.
دغې شبکې وروسته د طالبانو له غبرګون څخه هم خبر جوړ کړ؛ خو تراوسه هم پر «سرچینې» ټینګار کوي.
ريښتیا ارزول
د طالبانو معلومات په کابل کې د خبریالانو او څو کابل ښاریانو له معلوماتو سره یو شان دي او دا خبر دروغ و.
په کابل کې دا ډول پېښه نه ده شوې.
دوکه او آوازه
هغه رسنۍ چې له بهره فعالیت کوي اجازه نه‌لري چې په افغانستان کې فعالیت ولري له همدې امله د خبریال د نشتوالي له‌امله په ګونګوسو دوکه کېږي او د ناپېژانده سرچینو له قوله له نه‌تایید شویو، ناسمو او ګمراه‌کوونکو معلوماتو خبر جوړوي.