د مدني ټولنې استازي که یو اړخیز چلند
افغانستان انټرنشنل شبکې د دوحې له غونډې په ناسته کې د «مدني ټولنې استازو» په اړه ګمراهکوونکي خبرونه خپاره کړي او په څو لاملونو کولای شو ددې غونډې ګډون کوونکي د مدني ټولنې استازي ونه ګڼو.
دغه شبکه په یوه راپور کې د «مدني ټولنې استازو» ته اشاره کوي او ادعا یې کړې چې تازه لوبغاړي ډګر ته راغلي او «نړۍ په افغانستان کې پر نوي نسل او نویو څېرو حساب پرانیستی دی.»
افغانستان انټرنشنل شبکې ددغې ادعا ريښتیا ارزول د راپور په سر کې راوستي دي؛ خو روښانه نه ده چې له نړۍ څخه یې موخه ټول هېوادونه دي که امریکايي او جرمني دیپلوماتان.
همدې شبکې په یوه بل خبر کې خپله دا ادعا رد کړې او راپور یې ورکړی چې د روسیې استازو د «مدني ټولنې استازو» په ناسته کې ګډون ونهکړ.
په ۲۰۱۹ کال کې د دوحې په کنفرانس کې د لطف الله نجفيزاده او شاهګل رضایي نومونه د اشرف غني لهخوا ددې ناستې د ګډون کوونکو په نوملړ کې شامل شوي وو.
دغې شبکې د لطف الله نجفيزاده له قوله په بل راپور کې لیکلي: «د دوحې په ناسته کې د افغانستان استازي لطف الله نجفيزاده افغانستان انټرنشنل ته وویل، نړۍ پرېکړه کړې له طالبانو پرته پرمخ ولاړه شي او دا هغه څه دي چې طالبانو یې تمه نه لرله.»
دا ادعا چې «نړۍ پرېکړه کړې له طالبانو پرته پرمخ ولاړه شي» ناسمه، له اغراقه ډکه او ګمراهکوونکې ده، د دوحې ناسته د یوه بهیر پيل دی او په داسې بهیر کې چې د افغانستان په اړه ترسره کېږي او په هغې کې داسې کسان ګډون ونهلري چې هېواد اداره کوي او پکې واکمن وي بېمعنی دي.
په دغه راز ناستو کې د ګډون لپاره د کسانو په معرفي کولو کې له پخوا راهیسې تر ډېره پېژندګلوۍ او له دیپلوماتانو او دولتونو سره اړیکو ټاکونکی رول لرلی دی، له همدې امله ادعا نهشي کېدای چې دا ټولې څېرې د افغانستان استازي دي.
ددغو کسانو د معرفي کولو او غوره کولو بڼه روښانه نه ده چې د کومو معیارونو پر بنسټ «غوره» شوي دي، د رسنیو د یوه فعال ګډون چې د امریکا په متحده ایالاتو کې رسنۍ لري ددغې رسنې د بېطرفۍ اصل تر پوښتنې لاندې راولي، خبریالان یوازې د ناستو د څرنګوالي په اړه په بېپرې توګه راپور ورکولای شي؛ خو په دا ډول غونډو کې یو لوری نهشي کېدای.
که د یوې رسنۍ خاوند په یوه سیاسي بهیر کې ګډون کوي، آیا رسنۍ یې بېپرې ده؟ که په سیاسي بهیر کې ګډون کوي نو ولې یې پر ځان د خبریال نوم اېښی دی؟
په تېرو کابو ۳۰ ورځو کې، یو شمېر رسنیو چې له بهره د افغانستان لپاره فعالیت کوي؛ لکه آمو او افغانستان انټرنشنل ټلویزیونونو او هشتصبح ورځپاڼې د دوو کسانو په ډزو ویشتل کېدو خبر ورکړ، [...]
اتلانتیک مجلې د زمري میاشتې په ۲۸مه د آمو ټلویزیون په اړه په دې سرلیک سره لیکنه خپره کړه: «په ویرجینیا کې په خبر خونه کې هڅه کېږي چې افغانستان له استبداد څخه وژغوري. په [...]
هشت صبح ورځپاڼې یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۱۰ نېټه یو راپور خپور کړی چې د «سرچینو» له قوله پکې ادعا شوې: «په تخار ولایت کې دوو طالبانو پر یوې ښځې او یوې ځوانې [...]